ظفر کریمي
کراچۍ - د پاکستان د کراچۍ ښار په نېشنل سټیډیم کې نن د خالي په ورځ او سبا د اتوار یا یکشنبې په ورځ د انټرنیشنل ورلډ ایلیون او پاکستان ال سټار ترمنځ شل اوریزه لوبه کیږي.
په دغو میچونو کې د پاکستان د کرکټ د لوبډلې مخکښ لوبغاړي او د نړۍ د څلورو نورو ملکونو لوبغاړي برخه اخلي.
د پاکستان ال سټارز لوبډله د پخواني کپتان شاهد افریدي په مشرۍ کې به لوبه کوي . په دې ټیم کې د پاکستان د قامي کرکټ لوبډلې ستوري یونس خان ،شعیب ملک ، کامران اکمل او یو شمیر نور لوبغاړي برخه لري.
یاد میچونه د سېند صوبې د لوبو وزارت لخوا جوړ شوي دي.
د جمعې په ورځ خبري غونډې په مهال ددواړو لوبډلو مشرانو خبري غونډې ته ویناوې وکړې . په دې موقع د پاکستان ال سټارز لوبډلې مشر شاهد افریدي وویل:
((د سېند صوبې د لوبو وزارت په هڅو پاکستان ته یو ځل بیا د کرکټ نړیوالې لوبې راستنې شوې. دا په دې اړه یو ښه سوچ او ګام دی . ددې نه مخکې دا ممکنه نه ښکاریده چې پاکستان ته به نړیوال کرکټ دومره زر راشي خو د یاد وزارت په مرسته دا ممکنه شوه . دا د ټول پاکستان دپاره لویه خبره ده چې د د نړۍ د څلورو هیوادونو لوبغاړي نن زمونږ په منځ کې ناست دي.))
د پاکستان په لاهور ښار کې په کال ۲۰۰۹ کې د سري لنکا په کرکټ لوبډله ډزې شوې وې چې د هغې راوروسته د کرکټ بهرنو ملکونو پاکستان ته د خپلو لوبډلو لیږدول ځنډولي دي.
د سېند حکومت امنیتي چارواکي وایي د یادو میچونو دپاره یې سخت امنیتي تدابیر نیولي او پنځه زره سرتیري یې د میچ د امنیت دپاره ګمارلي دي.
د انټرنیشنل ورلډ ایلیون لوبډله چې مشري یې د سري لنکا هیواد د کرکټ لوبډلې پخوانی کپتان سنت جی سوریا په غاړه لري ، خبري غونډې ته یې وویل چې پاکستان اوس د نړیوال کرکټ لپاره خوندي ځای دی.
((د سري لنکا د لوبډلې په ضد بده پېښه څه موده مخکې په پاکستان کې مخې ته راغلې وه . دغه یوه افسوناکه پېښه وه . ددغې روستو په پاکستان کې نړیوال کرکټ دریدلی دی . زما په خیال پاکستان اوس د لوبو دپاره یو خوندي ملک دی))
د انټرنیشنل ورلډ ایلیون په لوبډله کې د افغانستان د کرکټ د لوبډلې دوه لوبغاړي شهزاد محمدي او تیز بالر شاپور ځدران هم برخه لري.
دواړه لوبغاړي ډاډه دي چې ښه لوبه به کوي او په دې توګه به د خپل وطن نوم روښانه کوي.
په یاده لوبډله کې د افغانستان سربیره د جنوبي افریقې،ویسټ انډیز او سري لنکا لوبغاړي برخه لري.
په پاکستان کې د کرکټ مینوالو د اوږدې مودې روستو ددوي هیواد ته د نړیوالو لوبغاړو په ورتګ خوښي ښکاره کړې او دا یې په دغه هیواد کې د نړیوال کرکټ د شورو کیدو لمړنی څرک بللی دی.