د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان پبلک سروس کمیشن ضد احتجاجي لاریون




نیازموساخېل،کوټه

په بلوچستان کې د پښتون ملت پاله زدکوونکیو سازمان ٫٫پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن٬٬ د پبلک سروس کمیشن چېرمېن د لیرې کولو لپاره یو احتجاجي کمپېن اعلان کړی.یاد آرګنایزېشن وایي،پبلک سروس کمیشن کې د پېسو او سفارش پر بنیاد خلکو ته نوکرۍ ورکړل کیږي،کوم چې د دوي په وېنا،له غریبو مګر باصلاحیته ځوانانو سره نا انصافې ده.

بل اړخ ته په بلوچستان کې د پاکستان احتساب ادارې ٫٫نېب٬٬ پر پبلک سروس کمیشن لګېدلي تورونه مني او وایي،د دوي پلټنې روانې دي.

د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن یو صوبایي مشر،کبیر افغان په دغه اړه مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د دوي سازمان د بلوچستان په ۱۲ پښتون مېښتو ضلعو کي یاد احتجاجي کمپېن پېلوي ٫٫د روان اکتوبر میاشتې له ۱۸مې نېټې موږ د صوبې په ژوب،قلعه سېف الله،موساخېل،لورالایي،شیراني،پښین او چمن په ګډون ټولو ۱۲ پښتون مېښتو ضلعو کي احتجاجونه کوو.په یادو ضلعو او سیمو کي به سلګونه ځوانان او باصلاحییته زده کوونکي به سړکونو ته را وځي او د حق او انصاف لپاره به خپل غږ را پورته کوي٬٬

کبیر افغان زیاته کړه،پبلک سروس کمیشن هغه اداره وه،کومه چې د صوبې د غریبو،مګر باصلاحییته ځوانانو یواځنۍ آسرا وه او که څه هم په نورو ادارو او محکمو کي به درغلۍ او ناانصافۍ عامه خبره وه،خو په کمیشن کي به غریبانو او باصلاحییته ځوانانو تر څه نا څه حده خپل حق تر لاسه کوی،خو د ده په وېنا،اوس د ځوانانو یواځنۍ تمه له مېنځه تللې ٫٫په پبلک سروس کمیشن کي دومره ناانصافي ده،چې د ادارې مشر خپل ځوی،لور،مېرمن او نور ټول قریبان پر نوکریو لګولي او په ناانصافۍ یې لګولي دي.دغه شان د تحصیلدارانو،هیډ ماسټرانو،لیکچرارانو او اوس سیکشن افسرانو نږدې ټولې نوکری یا خو په پېسو خرڅي کړل شوې او یا بیا په لوړو سفارشونو و وېشل شوې.داسي بد حال دی،لکه چې ٫٫جمعه بازار٬٬ لګېدلی وي،چرته چې هر شی ډېر په آسانه ترلاسه کېږي٬٬

په دغه اړه د بلوچستان پبلک سروس کمیشن له مشر او نورو لړ رتبه چارواکیو سره د تماس نیولو پوره هڅه وشوه،مګر دوي خبرې کولو ته تیار نه شو،خو بلې خوا ته په بلوچستان کې د پاکستان د احتساب ادارې ٫٫نېب٬٬ پر کمیشن لګېدلې تورونه منلي دي او ویلې چې دوي په دغه لړ کي خپلې پلټنې پېل کړې دي.د دغې ادارې (نېب) یو مشر ضیا الله تورو یو څه موده مخکي خبریالانو ته ویلي وو چې دوي د پبلک سروس کمیشن په اسنادو او ریکارډ کي یو شمېر درغلۍ او ناانصافۍ په ګوته کړې دي.دغه شان اوس په تېرو نږدې ورځو کي دغې ادارې دا هم ویلو وو چې له پلټنې وروسته ثابته شوې چې د کمیشن د مشر د لګېدلي ځویانو،لوڼو او مېرمنو تعلیمي اسناد جعلي دي،خو یاد مشر بیا دغه تورونه رد کړي او ویلې وو چې اسناد په باقاعده توګه څارل کېدی شي.

پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن اعلان کړی دی چې د دوي احتجاج به له را روان لوی اختر وروسته هم جاري وي وي او په وېنا یې تر هغه وخته به جاري وي،تر څو چې د پبلک سروس کمیشن یاد مشر،اشرف مګسي له خپلې چوکۍ نه وي لیري کړل شوي او حقداره ځوانانو ته خپل حق نه وي ترلاسه شوی.

XS
SM
MD
LG