د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله د ودرېدو جوګه شوه او خپل حال په لیکلو وايي


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ


د سوات ۱۴ کالنه ملاله يوسفزۍ چې د اکتوبر په نهمه نيټه د وسلوالو طالبانو په ډزو کې سخته ژوبل شوې ده او دا وخت يې د برمنګم کوین الزبت روغتون کې درملنه روانه ده، ډاکټران وايي چې د ملالې بې هوشه ختمه شوې او اوس د بل په مرسته د ودريدو قابله شوېده.

د کوین الیزبېت روغتون برمنګم مشر ډاکتر ډېو روسر په برمنګم کې له خبرایلانو سره د ملالې د روغتیا په باب تازه مالومات شریک کړل. نوموړي وویل چې:

(( ملاله لا هم تکلیفه نه ده رواتلې. خو دا درته ویلای شم چې هغه په رغېدو ده. نن چې زه د هغې لیدو ته ورغلم نو په رښتیا هم دا په لومړي ځل د بل په مرسته په پښو ولاړشوله. دا سمې خبرې کولای او لیک کولای شي.))

ډاکټر روسر د ملالې په باب زیاته کړه چې ملاله راسره په لیکلو خپله خبره راته کوي او ډېر ژر به د خبرو کولو جوګه شي:

((د هغې مو د سا نلۍ کې ټیوب لګولی دی ځکه چې د ګولۍ له لګېدو څخه د هغې د ساه غاړه پړسېدلې ده . او له دې وجې خبرې نه شي کولای. او کله چې د ساه اخیستو ټیوب ترې وباسو نو موږ ته هیڅ داسې وجه نه ښکاري چې دا به ګواکې خبرې ونه کړای شي. او دا کار په راتلونکو څو ورځو کوو.))

د ملالې یوسفزۍ لپاره دکوین الیزبېت روغتون برمنګم پر خپل وېبسایټ د هغې لپاره د بسپنې(عطییه) راټولو اشتهار هم خپور کړی چې که څوک غواړي ملالې ته بسپنه ورکړي نو پر د دې لاندیني ویبسایټ یې ورکولای شي.

www.uhb.nhs.uk

د دې تر څنګ پر دغه باندیني ویبسایټ په سلګونه خلکو د ملالې لپاره د خواخوږۍ پیغامونه وراستولي دي.

یوې نجلې کیت لیکلي ملالې ستا ننګ او مېړانه ستایو او ستا وجود مو دې ته هڅوي چې د زغم، زدکړې او مینه لاره ونیسو.

اسماعیل ورته لیکلي، چې ملالې ته د پاکستان او افغانستان د پښتنو ویاړ یې.

حمنا علي ورته لیکلي، چې ته د سوات او پاکستان ټولو جینکو ته یو نمونه او مثال یې.

امارا انور لیکلي، چې ملالې ته د پاکستان یو مثبته څهره یې او نړۍ ته زموږ د ملک ښه بڼه ورښيې.

اعجاز له هنده ورته لیکلي، چې ملالې ته د ټولو ښځو لپاره یو مثالي شخصیت یې.

نوید جعفري ورته لیکلي، چې نړۍ ستا غوندې بې ساري شخصیتونو ته ضرورت لري.

امین جواد ورته لیکلي، پاڅېږه ملالې نړۍ درته ضرورت لري.

فرنکایز بیدوس ورته لیکي زه د فرانس یوه زړه ښځه یم خو په دې ویاړم چې په نړۍ کې ستا غوندې خلک ژوند کوي. او ملالې خپله لاره پرې نه ږدې.


کانډا ساره ورته لیکلي چې ملالې ته د خپل ملک د انجونو د تعلیم لپاره زړور ږغ یې، لوی څښتن دې ژر جوړه کړه.

وسله والو طالبانو ۱۵ کلنه ملاله د سوات په مینګوره کې د روانې اکتوبر میاشتې په نهمه نېټه وویشتله.

ملالې د جینکو لپاره د تعلیم غوښتنه کوله چې به ۲۰۰۹م کال کې ورباندې طالبانو بندیز لګولی وو. له دې سره د هغې دوه نورې ملګرې هم په هاغه برید کې ژوبل شوي وي چې د پېښور او پنډۍ په پوځي رغتون کې له درملنې وروسته یې ډاکټرانو برتانییا ته د لېږدولو فیصله وکړه.

د برتانییا پخوانی وزیر اعظم ګورډن براون هم په هافنګټن پوسټ ویب پاڼه کې لیکلي وو چې په لومړي ځل په جهان کې د ماشومانو نجونو نړیواله ورځ لمانځل کیږي، او په دغه ورځ د ګلابي رنګ انتخاب کولو سره ملاله یوسفزۍ ته دا ښودل وو، چې ټوله نړۍ له تا سره ده.

براون لیکي اوس چې کله هغه په روغتون کې د خپل ژوند لپاره جنګ کوي، او له دې نه ده خبره چې د ټول جهان د ۳۵ ملیونه ماشومانو جینکو لپاره هغه یوه لارښوده جوړه شوې، چې څنګه به د خپل تعلیم په لار کې د مشکلاتو مقابله کوې. او دوی به د ۲۰۱۵م کال پورې دا خبره یقینې کوي، چې د نړۍ هره جینۍ سکول ته ولاړه شي.

ګورډن براون لیکي، هغې د ماشومانو جینکو د تعلیم لپاره ډیرې هڅې کړې ، او باید هر څوک یي د خپلې لور شان وګڼي.

پر ملاله یوسفزۍ د برید پر ضد د نړۍ په لروبر کې په راډیوګانو، ټیلي ویزنو، ورځپاڼو پر ټولنیزه ویبسایټونو خبرې کېږي بلکې له ملګروملتونو، امنېسټي انټرنېشنل، د بشري حقونو نړیوالې ډلې راواخلې د پاکستان، افغانستان او امریکا په ګډون ګڼو ولسمشرانو یې پر هغې د شوي برید غندنې کړې او له ملالې سره د پیوستون په موخه د پاکستان په ګڼو برخو کې لاریونونو او مظاهرې وشوې او وړمه ورځ د فرانسې په پېرس کې د یونیسکو په لوی مرکز کې د دغه نړیوالې ادارې غړیو د ملالې لپاره د یوې شېبې چوپیتا ونیوله. او هغه یې یوه ننګیاله ماشومه وبلله.

XS
SM
MD
LG