د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د طالبانو ټینګ مرکز شمالي وزیرستان بايد ووهل شي"





اېکسپرېس ټریبيون ورځپاڼه په خپله ادارايه کې ليکي چې پر ملاله يوسفزۍ د بريد وروسته په پاکستان کې عمومي نظر داسي جوړيږي چې د طالبانو په مضبوطه جاله شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات وکړي.

دا قام په دې کې راځوړند دی چې د امريکا په مشرۍ کې نړۍ په دې رضا ده چې پکار ده پاکستان په دې سميه کې د طالبانو او د القاعده پرمخ تلونکی صلاحيت چې د نړيوال امن لپاره ګواښ دی، ختم کړي.

ادارايه کي راغلي چې دلته کورني تضادونه موجود دي او دا د عملي ګامونو د پورته کېدو په مخ کې ولاړ دي چې خلک څه غواړي. له دې وړاندي رياست د امريکا د ډرون بريدونو پرضد قامي رايه جوړه کړي وه. د امريکا د دې خبرې په ځواب کې که چرې پاکستان په شمالی وزيرستان کې د بهرنو ترهګرو پرضد عمليات نه کوي نو امريکا به د هغوی پرضد ډرون کاروي، پاکستان دا د هيواد پر خودمختاري ګوزار ګڼي.

په دې دليل، ادارايه ليکي، تر ټولو لوی تضاد د مذهبي او سياسي ګوندونو د هغو بيانونو نه مخي ته راغلي چې پر ملاله يوسفزۍ د بريد وروسته يې د امريکا پرضد ورکړي وو. هغوی دا هر څه د ډرون بريدونو تسلسل او توهين رسالت قانون مسلو سره تړلی دی.

هم دغه شان د نواز شريف مسلم ليګ ګوند وايي چې له طالبانو سره دې خبرې وشي، ځکه هغوی له پنجابي طالبانو ډاريږي، جومات اسلامي ګوند چې د نورو په پرتله یې د ملالې پر پيښه سخت دريځ خپل کړي، د دغه ګوند قاضي حسين احمد، منور حسن له امريکا سره دا پيښه تړلي او په انټرنيټ يې خپره کړي. ادارايه ليکي تر ټولو زړه ور موقف متحده قامی مومنټ خپل کړي او پوځ ته يې ويلي چې د طالبانو پرضد کاروايي وکړي.

ادارايه زياتوي عوامي نيشنل ګوند هم پر ملاله د بريد وروسته د طالبانو پرضد سخت دريځ خپل کړي. د پاکستان د پوځ مشر اشفاق پرويز کيانی دا خبره چې سخت دريځو پرضد جګړه د پاکستان خپل جنګ دي، پيپلز ګوند هيله لري چې شمالي وزيرستان کې به پوځي عمليات وشي، او د بينظیر بټو د وژني بدله به واخستل شي او بيا به په ټاکنو کې دا خبره استعمالوي.

ادارايه کې راغلي د پيپلز ګوند يو وزير دا اعلان وکړو چې په شمالي وزيرستان کې هيڅ قسمه کاروايي نه کيږي ځکه چې پوځ وايي د عملياتو لپاره سياسي فيصله ضروري ده.

ايکسپريس ټربيون د اداراې په پای کې ليکي په شمالي وزيرستان کې حکيم الله محسود پټ دی چې په نيويارک ښار ټايمز څلور لاره کې د ناکامه بريد هڅه کړې وه. دا هغه سيمه ده چې حقاني ډله پکې ميشته ده او تر کورمې پورې يې ځان غځولي دي او هلته شییعه ګان وژني او د افغانستان دننه بريدونه کوي. په دې ځای کې وهابي عربان او د القاعده شبکي غړي موجود دي. په دې ځای کې ازبک او پنجابي طالبان، چې د پخواني ګورنر سلمان تاثير زوی يې تښتولي، ميشت دي. لشکر جنګوي او جند الله ډلې هم موجودې دي. پاکستان د ترهګرۍ پرضد جګړه کوي نو شمالي وزيرستان به د جنګ ميدان وي او نړۍ به د پاکستان په شا ولاړه وي که چرې خپلې ورپېښې جګړې ته يې ملا وتړله.

XS
SM
MD
LG