د لاسرسي ځای

تازه خبر

"اسحاق خان، اسد دراني او اسلم بېګ د حلف غداران دي"





سپريم کورټ د اصغر خان پر درخواست خپله لنډه فيصله کې ویلي، چې غلام اسحاق خان، اسد دراني او اسلم بېګ له حلف سره غداري کړېده او د دوی خلاف دې د قانون مطابق کاروايي وشي.

نن د کېس اورېدنې په وخت اټارني جنرل او د اصغر خان وکيل خپل دليلونه سرته ورسول او د هغې روستو عدالت مختصره فيصله جاري کړه.

فيصله کې ويل شويدي چې د ۱۹۹۰ کال په ټولټاکنو د اثر غورځولو له پاره يونس حبيب څوارلس کروړه روپۍ تقسيم کړيدي چې پکې شپږ کروړه په سياسي خلکو وېشل شوې دي.

فيصله وايي چې د دې مقصد له پاره آی ايس آي ، پوځ او ايوان صدر پکار راوستل شوی دی چې تر آئين لاندې جرم دی او د ذکر شویو کسانو له لاسه د ادارو تقدس ته زيان رسېدلی دی.

په لنډه فيصله کې دا هم ويل شوي دي چې دا کار د ذکر شویو کسانو ذاتي فعل وو نو ځکه دې د دغه کسانو پر ضد کاروايي وکړل شي.

فيصله زياتوي چې د سياستوالو په ضد چې تر څو کوټلي ثبوتونه نه وي راغلي تر هغې د دوی خلاف حکم نه شي ورکول کېدای او اېف آی اې ته يې وويل چې د دغو خلکو او پېسو پلټنې دې وکړي.

عدالت په خپله فيصله کې وویل چې که په ايوان صدر، پوځ يا آی ايس آی کې څه قسمه سياسي څانګه وي نو هغه دې په سمدستي توګه ختم کړل شي.

XS
SM
MD
LG