د لاسرسي ځای

"د افغانستان انتخاباتي کمیشن کې بهرني غړي نه منو"


د اففانستان ولسمشر حامد کرزی

د اففانستان ولسمشر حامد کرزی





ولسمشر حامد کرزي د افغان حکومت پر لویدیځو متحدانو د لفظي حملو په دوام دا ځل د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې د بهرنیانو له غړیتوب سره مخالفت څرګند کړ.

ولسمشر، چې پرون په کابل کې د ناټو له عمومي منشي اندرې فوغ راسموسین سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې وویل، بهرنیان یوازې په هغه صورت کې چې اجراییوي صلاحیت ونه لري او د ناظر په توګه کار وکړي په دې کمیسیون کې خپل کار ته دوام ورکولای شي:

"د افغانستان لپاره چې د اساسي قانون له تصویب وروسته یې د خپلې ارادې د بشپړې خپلواکۍ پرلاره ګام ایښی د انتخاباتو په بهیر کې د بهرنیانو حضور یې له ملي حاکمیت سره مطابقت نلري. یو خپلواک افغانستان، د خپل اساسي قانون او ملي حاکمیت لرونکی افغانستان د انتخاباتو په بهیر کې د بهرنیانو موجودګي ته اړتیا نلري."

د افغانستان د انتخاباتو په څو مخکنیو دورو کې بهرنیانو د انتخاباتي شکایاتو په کمیسیون کې غړیتوب درلود خو ولسمشر کرزی وایي، د هغه مهال پرېکړې د موقتي نافذو قوانینو له مخې کېدې.

له بلې خوا د انتخاباتو د څارنې یو خپلواک بنسټ وايي، د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې د دوو بهرنیانو د غړیتوب په اړه باید ملي شورا پرېکړه وکړي.

د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا اجراییوي رییس جانداد سپین غر مشال راډیو ته وویل، چې د بهرنیانو له مرستې پرته په هېواد کې انتخابات نه شي کېدای، خو ده د انتخاباتو له کمیسیونه وغوښتل، چې په انتخاباتو کې د بهرنیانو د مداخلې او مرستې ترمنځ د توپیر کرښې تعریف کړي.

په پام کې ده، چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات په ۲۰۱۴ کال کې له هېواده د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره په یوه وخت کې ترسره شي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي چې غواړي د ولسمشرۍ راروانوانتخاباتو ته ځان کاندید کړي د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې د دوو بهرنیانو له غړیتوب سره موافقه ده:

"د افغانستان پارلمان د رایو په تقریباً اتفاق سره دا تصویب کړه چې د ولسمشرۍ او پارلمان په راروانو انتخاباتو کې به د ملګروملتونو له خوا دوه کسان په دې شرط چې دوی وغواړي، د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې د غړو په توګه حضور ولري."

د حکومت سیاسي مخالفین، په خاص ډول د ولسمشرکرزي سیالان وايي چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه خورا ډېرې اندېښنې لري. دوی وايي، ښاغلی کرزی غواړي خپل پلویان واک ته ورسوي چې دغه ډول توګه په راتلونکي حکومت کې هم واک او نفوذ ولري.

داسې آوازې هم شته چې د ولسمشرکرزي ورور عبدالقیوم کرزی به په راتلونکو انتخاباتو کې یو کاندید وي. همداراز اټکل کېږي چې د تغییر او امېد د ائتلاف مشر ډاکټر عبدالله به هم د دې انتخاباتو له کاندیدانو څخه وي.

XS
SM
MD
LG