د لاسرسي ځای

د وسله والو دړکې د خبريالانو کار اغېزمنوي



احمد شاه اعظمي ـ پراګ

په پاکستان کې پر ملالي يوسفزۍ د وسله والو طالبانو تر بريد وروسته اوس ځينو خبريالانو ته اختارونه ورکړل شوي دي. که څه هم په تيرو وختونو کې هم وسله والو رسنيزو ادارو ته په وار وار اختارونه ورکړل شوي خو دا اوسني يې د ملالي بريد ته په رسنيو کې د ډېر ځای ورکولو په غبرګون کې ښودل کيږي. دا چې له نوو اختارونو څخه طالبان څه لاس ته راوړل غواړي او بلخوا خبريالان په څه ډول کولای شي چې په جنګي حالاتو کې رښتيا تر خلګو ورسوي.

په پاکستان کې پر ملالي يوسفزۍ تر بريد وروسته اوس ځينو رسنيزو ادارو ته طالبانو اختارونه ورکړي دي. که څه هم په تيرو وختونو کې د وسله والو طالبانو لخوا د بېلا بيلو رسنيزو ادارو خبريالانو يا مشرانو ته په وار وار اختارونه ورکړل شوي خو دا ځل د ملالي بريد ته په رسنيو کې ډېر ځای ورکول د طالبانو غصه راپارولې ده. دا چې په رسنيو کې د ملالي ذکر طالب وسله والو ته څه زيان رسولی دی؟ په پېښور کې د خبريالانو د اتحاديې پخوانی مشر شميم شاهد وايي چې پر ملالي بريد طالبان د تنهايي خوا ته بېولي دي.

((د طالبانو لخوا د نوو دړکو غټه وجه پر ملالي يوسفزۍ بريد دی او تر هغه وروسته د دې پيښې کورېج (خبري پوښښ) دی. په دغه کورېج کې د پاکستان او په خاصه توګه د پښتونخوا خبريالانو چې کوم کوښښ وکړی تر هغه وروسته طالبان تنها شول او د يووازيتوب خوا ته ولاړو او د ټولې نړۍ چې څومره مذهبي او سياسي خلک دي يا عام خلک دي، هغوی د طالبانو غندنه وکړه او د دوی دا حرکت يې غېر اسلامي، غېر اخلاقي او غېر انساني وګڼلو. ))

د طالب وسله والو لخوا تر اختارونو ورکولو وروسته ځينو رسنيزو ادارو د حالاتو سره سم امنيتي ګامونه پورته کړي دي. دا چې په جنګي حالاتو او د شخړو پر وخت خبريالانو ته په څه ډول خبر ورکول يا خبر رسول په کار دی؟ د پاکستان د انګريزي ژبې د ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون مشر مدير ضياوالدين يې لارې چارې څه دا ډول بيانوي.

((په جنګي سيمو کې د راپور ورکولو لارې او حالات ګړی په ګړی او هره ورځ بدليږي. لومړۍ خبره دا ده چې له کومي سيمي څخه خبريال راپور ورکوي بايد چې هغه سيمه ورته مالومه وي او په ژبه او کلتور يې پوه وي چې دا ډول د ژبې د استعمال له کبله له ستونځو سره مخامخ نه شي. دوهمه خبره دا ده د خبريال او د هغه د ادارې يا مدير تر منځ بايد تماس وي چې رښتيا تر څومره حده پوري ويل پکار دي. دريمه خبره دا ده چې د دواړو لورو سره بايد اړيکې وساتل شي، که طالبان وي او يا که د امنيتي ادارو کسان وي چې دا ډول د ځان لپاره رښتيا مالوم کړل شي. بله خبره دا ده چې ادارې يا مدير ته پکار ده چې د خپل خبريال پرله پسې څارنه کوي او ورته مالومه وي چې پلانی څنګه او څه وخت له سيمي څخه را ايستل پکار دی.))

په پاکستان کې په تيرو وختونو کې يو شمېر خبريالان د کار پر وخت وژل شوي چې زياترو يې په تيرو څو کلونو کې په دغه هيواد کې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ تر څپې وروسته ژوند له لاسه ورکړی دی. شميم شاهد وايي خبريالان بايد د هر قوت په ضد يومټی شي او هيچا ته موقع ورنکړي چې دوی ته څه ډول زيان ورسوي.

((موږ دا ګڼو چې ترهګري د پاکستان او پاکستاني قوم په مفاد کې نه ده. پکار دا ده چې د ترهګرۍ په ضد د پاکستان خبريالان په خاصه توګه د پښتونخوا خبريالان يو مټی شي. بل دوی داسي کوښښ وکړي چې هغه سيمو ته نه ولاړ نشي چيرته چې خطره وي. د دې علاوه پکار ده چې ادارې د خپلو کارکونکو د ساتني لپاره جدي ګامونه پورته کړي. دلته چې د هغوی دفترونه دي يا کورونه دي يا د ټېلي ويژن د ادارو سره چې کوم ګاډي دي د هغوی لپاره دي د سيکيوريټي ګارډ (امنيتي ساتونکې) انتظام وشي. بل طرفته پکار ده چې د ټولو خبريالانو چې په فيلډ (ساحه) کې کار کوي د هغوی انشورنس (بيمه) وکړل شي. ورسره پکار ده چې دوی ته بُلټ پروف (مرمۍ ضد) جېکټونه او د سر لپاره بُلټ پروف هېلمټي ورکړل شي.))

د خبريالانو د ژغورنې کميټې هم په پاکستان کې د طالب وسله والو لخوا خبريالانو ته د اختار ورکولو په هکله اندېښنه څرګنده کړې او له پاکستاني حکومته يې غوښتنه کړې چې د دوی د امنيت لپاره لازم ګامونه پورته کړي. تر دې وړاندې هم د خبريالانو د ژغورنې کمېټې راپور ورکړی و چې پاکستان د خبريالانو لپاره د نړۍ تر ټوله خطرناکه هيواد دی چيري چې په تيرو څو کلونو کې لږ تر لږه ۲۵ خبريالان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG