د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر درو پاکستانیانو بندیز لګولی دی




د امریکا د خزانې وزارت پرون د ترهه ګرو ډلو سره د مرستو په تور کې په پاکستان کې درې کسان د بندیزونو په لست کې شامل کړل.

په دوي کې دوه تنه مولوي ادم خان اڅکزی او عامرعلي چوهدري د پاکستان شهریت لري. په دوي دواړو واشنګټن تور لګولې چې افغان طالبانو، پاکستاني طالبانو او په ازبکستان کې وسله والې ډلې اسلامي غورځنګ ته بارودي آلې ورکوي.

دبندیزونو لاندې راغلې دریم تن قاري ایوب بشیر نومیږي چې د معلوماتو له مخې د ازبکستان او افغانستان شهریت لري. په ده باندې توردې چې په افغانستان او پاکستان کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د مالي مرستو انتظام چلوي.

ددې بندیزونو له مخه په امریکا کې د دغو دریو واړو کسانو اثاثې منجمد کیږي او د دوي سره د امریکایانو، امریکايي کمپنیانو او په امریکا کې د اوسیدونکو خلکو څه ډول معامله هم غېر قانوني ګرځول کیږي.

XS
SM
MD
LG