د لاسرسي ځای

د کراچۍ پولیس وایي پرون یې په فرقه ایزو نښتو کې ککړ د حافظ قاسم رشید په نامه یو تن نیولی او وسله یې ترې هم ترلاسه کړې ده ـ

د کراچۍ د /سي ایي ډي/ پولیسو چارواکي وایي حافظ قاسم رشید په کراچۍ ښار کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې لشکرِجنګوي د سند څانګې مشر وو او د هغه خلاف د ښار په بیلابیلو تاڼو کې د سلو نه زیاتې مقدمې درج شوي دي ـ

بلې خوا ته په کراچۍ کې د اخ وډب لړۍ روانه ده ـ د تشدد په تازه پېښو کې د /کې ایم سي/ د یو افسر او یو پولیس واله په ګډون څلور کسان وژل شوي دي ـ

XS
SM
MD
LG