د لاسرسي ځای

تعلیمي ماهرینو د پښتو نصابي کتابونو جاج واخیست




هارون باچا مشال راډيو

پراګ:- د خيبر پښتونخوا حکومت په لارښوونه، په دې وروستيو کې د پښتو شاعرانو، ليکوالانو او تعليمي چارو کارپوهانو يوې ډلې هغه نصاب ته کتنه وکړه چې د لازمي پښتو مضمون لپاره جوړ شوی دی. په دغه کاري ډله کې يو د پښتو ژبې استاد ډاکټر زبير حسرت هم شامل دی چې مشال راډيو ته يې د ايبټ اباد د خپلې وروستۍ غونډې په اړه داسې وويل.

((پښتو له اول جمات نه تر دولسم جمات پورې لازمي مضمون وګرځول شو. په ايبټ اباد کې حکومت يوه شپږ ورځنی ورکشاپ جوړ کړی و، چې د پښتو د لازمي مضمون لپاره موږ يو نصاب ترتيب کړو. د پښتونخوا د ټولو ضلعو نه شاعران، اديبان، دانشوران او د تعليم ماهران راغوښتل شوي وو. د سکول استادان هم په کې وو. موږ د هغوئ استعداد او صلاحيتونه په پام کې نيولو سره نصاب جوړ کړو. او دغه رقم ورکشاپونه له ايبټ اباد سره سره په سوات کې کېدل هم متوقع دي. ))

ډاکټر زبير حسرت زياته کړه چې که څه هم پښتو ژبه د لازمي مضمون په توګه ښوول به وخت ونيسي خو نوموړی په عين وخت کې د دغه حکومتي پرېکړې د عملي کېدو له پلوه خوشبينه دی.

((حکومت پينځه ژبې لازمي ګرځولې دي، او ټيکسټ بک بورډ ته يې ويلي دي چې د دې لپاره قواعد او ضوابط جوړ کړي. په عين وخت کې نصاب هم جوړېږي چې د هغې په رڼا کې به بيا کتاب سازي کېږي. نقريباً څلور پينځه کالونو کې به دا عمل سر ته ورسي. دا اوسنی حکومت که ختم هم شي نو دغه عمل نه شي درېدای ځکه چې منظوري يې پارليمان ورکړې ده. که فرض کړه پښتو ختموي نو په نورو ځايونو کې به نورې ژبې هم له مينځه ځي، نو بيا به هغه خلک هم راپاڅېږي. حکومت په واضح توګه ويلي دي چې دغه پرېکړه به په سرکاري او شخصي سکولونو کې يو شان عملي کېږي.))

د پښتو مضمون لپاره جوړ شوي نصاب ته د بيا کتنې د کمېټې يو بل غړی عثمان ولسيار، چې د سوات له سيدو شريف سره تعلق لري، وايي چې د دوئ د هڅو هدف د پښتنو داسې نوی کول جوړول دي چې خپل کلتوري ارزښتونه هم په پام کې وساتي او د نړۍ له نورو قامونو سره سيالي هم وکړي.

((د يو ماشوم لپاره د اورېدلو، لوستلو، ليکلو، ويلو، د مباحثې کولو، دغه معيارونه دي چې بايد په پام کې ونيول شي. بيا تر دولسم ټولګي چې دغه ماشوم رسېږي نو چې هغه د خپلې ژبې د تاريخ، د دې د ثقافت، چې موږ ورته پښتونولي وايو، په دې کې پښتانه اتلان، د دې سيمې تاريخي او کلتوري اثاثې او تهذيبي ورثې، چې د هغې پر اساس پوه شي او د دې جوګه شي چې له نړۍ نوي شيان واخلي او خپل کلتور ورته هم وښايي.))

هم په سيدو شريف کې د سکول يو استاد عزيز احمد که څه هم پښتو ژبه د لازمي مضمون ګرځولو حکومتي پرېکړه ستايي خو ورسره د استادانو د تربيې مساله هم په ګوته کوي.

(( يو ماشوم ته چې په خپله مورنۍ ژبه کې تعليم ورکړل شي نو موثره طريقه ترې بله کومه نشته. خو حکومت ته پکار دي چې استادانو ته په دغه نوي نصاب ټريننګ ورکړي. او استادان خو ورته ډېر زيات خوشاله دي. پښتو زموږ ژبه ده او د ژبې مثال د مور وي. د پرايمري جماتونو ماشومانو ته موږ وايو او د لوړو هغه خو له بېلا بېلو لارو خبرېږي. خو دا ده چې ټول خلک ورته ډېر لېواله دي.))

د پېښور په اسلاميه کالج پوهنتون کې د پښتو ژبې استاد اباسين يوسفزی، چې د پښتو مضمون نصاب ته د بيا کتنې د کمېټې د کواارډينيټر(همغاړيکونکې) دنده ور په غاړه کړل شوې، وايي چې د خپلو هڅو په ترڅ کې غواړي پښتانه ماشومان نه يوازې د پښتو ليک لوست زده کړي بلکې له سپېڅلو پښتني اقدارو او تاريخ سره هم اشنا شي.

(( داسې به څوک نه وي چې ووايي، هغه فلانی سړی ډېر بې انګرېزۍ دی او يا هم ډېر بې اردو دی. خو دا ويلای شي چې فلانی ډېر بې پښتو دی. د دې مطلب دا دی چې پښتو يوازې ژبه نه، بلکې يو ثقافت دی، چې همدغه زموږ اصل پېژندګلوي ده. تر نن ورځې پورې زموږ بچی له دغه څيزه لرې پاتې شوې و، خو نور به انشاالله چې نه پاتې کېږي.))

د اباسين يوسفزي په خبره په نصاب کې يې د سيمې کلتوري، مذهبي او سياسي جوړښت هم په پام کې نيولی دی او په دې ډول يې پوره هڅه کړې ده چې د پښتو کتابونه متوازن ووسي.

د یادولو ده چې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اتلسم ترميم له منظورېدو وروسته د خيبر پښتونخوا حکومت د صوبې د ګڼ مېشتو پښتني سيمو په سکولونو او کالجونو کې پښتو ژبه د لازمي مضمون په توګه د رايج کولو اعلان وکړ. د دې تر څنګ په صوبه کې ويل کېدونکيو څلورو نورو ژبو ته هم د لازمي مضمون حيثيت ورکړل شو.

XS
SM
MD
LG