د لاسرسي ځای

تازه خبر

"دا یې وخت دی چې یاغیان ووهل شي"





پر ملالي د بريد د پايلو په هکله نيويارکر مجلې يو مقاله خپره کړې او ليکي چې پر ۱۴ کلنې ماشومي بريد د پاکستان ولس په غصه کړې او اوس له پاکستاني پوځ څخه غوښتنه کيږي چې په شمالي وزيرستان کې د ياغيانو په ضد عمليات وکړي. په مقاله کې ليکل شوي که چيري د پاکستان او افغانستان حکومتونه اوس په جدي توګه او اخلاص د ياغيانو له مينځه وړلو لپاره ګامونه پورته کړي نو په سيمه کې به نوی بدلون راشي.

په نيويارکر مجله کې ليکوال احمد رشيد ليکي، پر ۱۴ کلنې ملالي يوسفزۍ او د هغې پر دوو نورو ملګرو بريد په پاکستان کې د وسله والو طالبانو په ضد د خلکو غصه راپارولې ده. پاکستانيانو د هغې د روغتيا لپاره دعاګانې وکړې او د هغې د تعليم خورولو د هڅو په ملاتړ کې يې لاريونونه را وايستل. خو اوس پاکستانی ولس له پوځ څخه غوښتنه کوي چې د مودو راهيسي په شمالي وزيرستان کې د اورپکو په ضد ځنډ وهلي عمليات بايد پېل شي او ورسره د ملا فضل الله په ضد جدي ګامونه پورته کړل شوي چې ويل کيږي پر ملالي د بريد تر شا لاس لري.

ليکوال ليکي، ملاله نه يوازي د سيمي د نجونو لپاره بلکې د امن لپاره هم يو غوره سمبول ګرځېدای شي. که چيري له هغې سره شوې پېښه په صحيح توګه په کار راوستل شي نو په سيمه کې د سياسي بدلون پېلامه ګرځېدای شي او په پاکستان او افغانستان دواړو کې په ثبات راوستو کې مرستندويه تمامېدا ی شي.

ليکوال پر مخ ليکي، امريکا او په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه د اوږدې مودې راهيسي له پاکستانه غوښتنه کوي چې په شمالي وزيرستان کې د اورپکو په ضد عمليات وکړي خو پاکستان دا نه ده منلې. خو پر ملالي تر بريد وروسته پر پاکستاني پوځ کورنی فشار زيات شوی چې عمليات تر سره کړي. ليکوال زياتوي پاکستانی پوځ دې کار ته هغه وخت غاړه اېښودای شي چې کله امريکايي او افغان ځواکونه په کنړ کې د ملا فضل الله په ضد عمليات وکړي. که يو خوا پاکستان افغان طالبانو ته اجازه ورکړې چې په افغانستان کې پر ناټو او افغان عسکرو بريدونه تر سره کړي او بيا بېرته پاکستان ته راشي نو بلخوا افغانستان ملا فضل الله پرې اېښی چې پر پاکستانۍ پوستو بريدونه وکړي خو افغانستان له دې انکار کوي. په ځواب کې پاکستان تقريباً هره ورځ د فضل الله پر کېمپونو او د کنړ پر کليو بريدونه کوي چې د افغانانو غصه يې پارولې او اوس له ولسمشر کرزي غوښتنه کوي چې د پاکستان په ضد ګامونه پورته کړي.

ليکوال په پای کې ليکي، که څه هم د ۱۱م سپټمبر تر بريدونو وروسته پاکستانی پوځ د ترهګرۍ او سخت دريځۍ له مينځه وړلو کې ناکامه شوی خو په کار ده چې په سيمه کې د امنيت او په ځانګړې توګه تر ۲۰۱۴م کال وروسته د پاکستان او افغانستان تر مينځ د غوره اړيکو په موخه دواړه هيوادونه د اورپکو په ضد جدي ګامونه پورته کړي او په سيمه کې ثبات راولي.

XS
SM
MD
LG