د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان ځواکونه خپل امنیت ساتلای شي"




د ناټو سازمان عمومي منشي اندرې فوغ راسموسین په کابل کې وویل، په هغو سیمو کې امنیتي وضعیت ښه شوی، چې افغان ځواکونو ته یې امنیتي مسئولیتونه سپارل شوي دي.

نوموړي همدا راز وویل، ناټو به له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته هم له افغان ځواکونو سره د مشورې، مرستې او روزنې په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

راسموسن دغه خبرې نن په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره له کتنې وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

کله چې افغان ولسمشر د امنیتي ځواکونو په جدیده وسلو سمبالولو په برخه کې د نړېوالې ټولنې په پروګرام انتقاد وکړ د ناټو عمومي منشي وویل، چې د دغه سازمان غړو هېوادونو د افغان ځواکونو د تجهیزاتو د کمښت ارزیابي پیل کړې ده.

خو اندرې فوغ راسموسین د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په یوه ګډ خبري کانفرانس کې ټینګار وکړ، مهمه دا ده، چې افغان ځواکونه د پرمختللو پوځي وسلو په سمبالولو او کارولو پوه شي.

(یوازې د تجهیزاتو د ورکولو مسله راپېښه نه ده بلکې مهمه داده چې افغان ځواکونه باید د دې جوګه شي چې څنګه د جدیدو وسلو کارول زدکړي. زموږ په روزنیزو پروګرامونو کې باید دې ته ځای ورکړل شي چې موږ ډاډه شو افغان ځواکونو ته کوم وسایل ورکوو په ښه او اصلي لاره کارول کیږي.موږ په دې موضوع دې ډیر پام اړولی دی.)

راسموسن په داسې حال کې د افغان امنیتي ځواکونو د سمبالښت خبره کوي چې افغان ولسمشر دوه اونۍ وړاندې په نړیوالې ټولنې او امریکا سخت انتقادونه وکړل چې په تیرو یولسو کلونو کې یې د افغان ځواکونو سمبالښت ته لازم پام نه دی کړی.

ولسمشر هماغه وخت وویل چې که نړیواله ټولنه یا امریکا د افغان ځواکونو تجهیز ته پام ونه کړي نو دوی کولای شي چې په دې اړه چین،هند او روسیې ته مراجعه وکړي.

ولسمشر کرزي له راسموسن سره په ګډ خبري کانفرانس کې وویل چې دواړو لورو د افغان امنیتي ځواکونو په سمبالښت او د هیواد د دفاعي ځواک په پياوړتیا او ځینو نورو مسلو ګټورې خبرې وکړې:

(موږ په خپل ملاقات کې د امنیت د انتقال په بریالیتوب، د امکان په وخت کې له وخت نه مخکې د دغه بهیر په پای ته رسیدو، د افغان ځواکونو په تجهیز او روزنه او همدا راز د افغانستان د دفاعي ځواک په پياوړتیا خبرې وکړې.)

کرزي او راسموسن دواړو د افغانستان د راتلونکې په اړه ډاډ څرګند کړ او وې ویل د دغه هیواد امنیتي ځواکونه دې ته چمتو دي چې په یوازې سر امنیتي چارې کنټرول کړي.

ټاکل شوې، د راسموسین په مشرۍ د ناټو سازمان جګ پوړی پلاوی په کابل کې د افغان حکومت له ځینو نورو چارواکو، پوځي قومندانانو او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال جان الن سره هم وګوري.

نړیوالې ټولنې، ناټو او امریکا د د سږني ۲۰۱۲ کال د (مې میاشتې) پر ۲۰مه او ۲۱مه نېټه د امریکا په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې په رسمي توګه په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته د روانې جګړې د ختمولو اعلان کړی وو.

دوی په هغه غونډه کې یو اعلامیه خپره کړې وه چې، تر ۲۰۱۴ز کال وروسته په افغانستان کې د ناټو او امریکا رول افغان ځواکونو ته د روزنې په بڼه بدل شي او په دې سیمه کې د مېشتو وسله والو او سختدریځو پر ضد به وسله واله مبارزه افغان ځواکونه پر مخ بیايي. خو د افغان ملي امنیتي ځواکونو لپاره به لوی خنډ د پاکستان قبایلي سیمې وي چې هلته لاه هم د وسله والو انتهاپسندو ټکانې موجودې دي. او په افغانستان کې د امریکا په مشری نړیواله ځواکونه او افغان حکومت ادعا کوي چې له قبایلي سیمو او پتېره له شمالي وزیرستانه سختدریځي پر دوی بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG