د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاڅېږه ملالې نړۍ درته ضرورت لري"


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ




د ملالې یوسفزۍ لپاره دکوین الیزبېت روغتون برمنګم پر خپل وېبسایټ د هغې لپاره د بسپنې(عطییه) راټولو اشتهار هم خپور کړی چې که څوک غواړي ملالې ته بسپنه ورکړي نو پر د دې لاندیني ویبسایټ یې ورکولای شي.

http://www.uhb.nhs.uk/news/cards-and-donations-for-malala-yousafzai.htm#omb

ددې تر څنګ پر دغه باندیني ویبسایټ په سلګونه خلکو د ملالې لپاره د خواخوږۍ پیغامونه وراستولي دي.

یوې انجل کیت لیکلي ملالې ستا ننګ او مېړانه ستایو او ستا وجود مو دې ته هڅوي چې د زغم، زدکړې او مینه لاره ونیسو.

اسماعیل ورته لیکلي، چې ملالې ته د پاکستان او افغانستان د پښتنو ویاړ یې.

حمنا علي ورته لیکلي، چې ته د سوات او پاکستان ټولو جینکو ته یو نمونه او مثال یې.

امارا انور لیکلي، چې ملالې ته د پاکستان یو مثبته څهره یې او نړۍ ته زموږ د ملک ښه بڼه ورښيې.

اعجاز له هنده ورته لیکلي، چې ملالې ته د ټولو ښځو لپاره یو مثالي شخصیت یې.

نوید جعفري ورته لیکلي، چې نړۍ ستا غوندې بې ساري شخصیتونو ته ضرورت لري.

امین جواد ورته لیکلي، پاڅېږه ملالې نړۍ درته ضرورت لري.

فرنکایز بیدوس ورته لیکي زه د فرانس یوه زړه ښځه یم خو په دې ویاړم چې په نړۍ کې ستا غوندې خلک ژوند کوي. او ملالې خپله لاره پرې نه ږدې.


کانډا ساره ورته لیکلي چې ملالې ته د خپل ملک د انجونو د تعلیم لپاره زړور ږغ یې، لوی څښتن دې ژر جوړه کړه.

XS
SM
MD
LG