د ملالې روغتیايي حالت
۰۸:۱۰ بجې جمعه ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۲
نن سهار د ملالې یوسفزۍ روغتیا ښه وه او شپه یې ارامه تېره کړه.
لس ورځې وړاندې ۱۵ کلنه ملاله چې طالبانو په یو برید کې ټپي کړه. د برتانییا په کوین الیزبیت روغتون برمنګم کې تر درملنې لاندې ده. د هغې علاج د کوین الیزبیت روغتون او د برمنګم ماشومانو روغتون لوی ډاکټران په ګډه کوي.
د ملالې مور پلار لا هم په پاکستان کې دي.
۰۸:۱۵، زیارت ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۲
د ملالې روغتیايي حالت لا هم ښه دی. نن د اکتوبرپر۱۸ مه نېټه په 08:15 بجې د کوین الیزبېت روغتون برمنګم په خپل جاري کړي رپوټ کې ویلي چې ملالې دریمه شپه هم ارامه وه، او ډاکټران تر دا ګړۍ د هغې له ښه کېدو ډاډه او مطمیینه دي.
د کوین الیزبېت روغتون او برمنګم ماشومانو روغتون ګڼ لوی متخصیصین ډاکټران د هرې ورځې له حسابه د ملالې معاینه کوي او د هغې د روغتیا جاج اخلي.
دم ګړۍ د ملالې کورنۍ په پاکستان کې ده.
۱۷:۴۰بجې، شورو ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۲
د کوین الیزبېت روغتون برمنګم ویاند ویلي چې اوس هم له روغتیايي پلوه پر له پسې په ښه کېدو ده او ډاکټران د هغې د ښه کېدو په اړه ډاډه ښيي.
او دم ګړۍ لا د ملالې کورنۍ له پاکستانه نه ده رارسېدلې.
۹:۰۰ بجې، د شورو ورځ ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۲
د کوین الیزبېت روغتون برمنګم ډاکټران چې د ملالې یوسفزۍ روغتیا څاري وايي چې د هغې روغیتا مخ په ښه کېدو ده. هغه په خپله دویمه شپه هم آرامه وه.
۱۷:۰۰بجې، نهې ورځ ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۲
د کوین الیزبېت روغتون برمنګم ډاکټران وايي د ملالې صحت په رغېدو دی. د روغتون مشر ډاکټر ډېو روسر د نهې په ورځ په خپله رپوټ کې ويلي چې ډاکټران د ملالې له قوت او زغمه ډېر مطمینه دي. او د هغې ټپونه مخ په رغېدو دي.