د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ټوله نړیواله ټولنه د افغانستان مرستې ته ژمنه ده"


د ناټو عمومي مشر اندرې فوغ راسموسین
د ناټو عمومي مشر اندرې فوغ راسموسین



د شمالي اټلانټیک شورا د لوړې کچې فېصله ساز ې څانګې یو پلاوي چې مشري اندرې فوغ راسموسین کوي د افغانستان مرکز کابل ته ورسېد.

د نیټو یوه خپره شوې خبر پاڼه وايي، چې پلاوی له افغان ولسمشر حامد کرزي، دافغان حکومت له مهمو چارواکو، او له پارلیماني غړیو سره ویني.

راسموسین په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې ټوله نړیواله ټولنه د افغانستان راتلونکې سره مرستې ته ژمنه ده.

نوموړي وویل چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه افغان امنیتي ځواکونه د دې جوګه دې چې د خپل هیواد امنیت په ښه توګه وساتي.

راسموسین زیاته کړه چې ناټو ځواکونه به د افغان ځواکونو د صلاحیتونو لوړو کې مرستې جاري ساتي.

نړیوالې ټولنې، ناټو او امریکا د د سږني ۲۰۱۲ کال د (مې میاشتې) پر ۲۰مه او ۲۱مه نېټه د امریکا په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې په رسمي توګه په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته د روانې جګړې د ختمولو اعلان کړی وو.

دوی په هغه غونډه کې یو اعلامیه خپره کړې وه چې، تر ۲۰۱۴ز کال وروسته په افغانستان کې د ناټو او امریکا رول افغان ځواکونو ته د روزنې په بڼه بدل شي او په دې سیمه کې د مېشتو وسله والو او سختدریځو پر ضد به وسله واله مبارزه افغان ځواکونه پر مخ بیايي. خو د افغان ملي امنیتي ځواکونو لپاره به لوی خنډ د پاکستان قبایلي سیمې وي چې هلته لاه هم د وسله والو انتهاپسندو ټکانې موجودې دي. او په افغانستان کې د امریکا په مشری نړیواله ځواکونه او افغان حکومت ادعا کوي چې له قبایلي سیمو او پتېره له شمالي وزیرستانه سختدریځي پر دوی بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG