رپورټ نيازاحمدخان سوات
د سوات په مینګوره کې د طالبانو په برید کې ژوبله شوې ملالې یوسفزۍ ته به د شجاعت تمغه ورکول کېږي او د هغې ښوونځي ته به د کالج درجه ورکول کېږي.
دا اعلان د پاکستان کورنیو چارووزير رحمان ملک د خیبر پښتونخوا د سیلانې سیمې سوات په سيدوشريف کې له خبریالانو سره په خپلو څرګندونو کې وکړې، هلته نوموړی د طالبانو په برید کې له ملالې یوسفزۍ سره ژوبل شویو دوو نورو انجونو شازیه او کاینات پوښتنې ته تللی وو.
د کورنیو چارو وزیر وویل چې دولسمشر آصف علي زرداري په خصوصي لارښوونه د ملالې یوسفزۍ او له هغې سره د ژوبل شويو ملګرو شازيه او کاينات په ښه توګه درملنه او علاج روان دی.
نوموړي وویل، احسان الله احسان چې د وسله والوطالبانو وياند دی، حکومت به ډېر ژر د هغه تصویرونه خپاره کړي او د هغه په نیولو یې د لس کروړه روپیو ورکولو اعلان وکړ.
رحمان ملک په سيدو روغتون کې د کاینات پوښتنه وکړه او له دې وروسته یې د ملالې، شازيیې اور کائينات په نوم یې د ايف سي د یوه غونډ ( پلېټون) د کېښودو اعلان وکړو او په روغتون کې د ملالې ته درملنه ورکونکي ډاکټرانواونرسانو ته د ستاينلیکونه ورکولو ژمنه وکړه.