د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د ګوزڼ څاڅکي پر ډله برید یو اهکار ووژل شو



نیاز موسه خېل مشال راډيو

کوټه:-د بلوچستان په کوټه کې نن د سه شنبې په ورځ د ګوزڼ یا پولیو څاڅکي ورکولو پر ټیم برید شوی،چې پکې د ټیم یو غړی محمد عمران وژل شوی دی. د پولیسو په وېنا،برید د مشرقي بایي پاس په سیمه کې ترسره شوی. د ضلع کوټې د صحت محکمې مشر،ډاکټر محمد اسلم ناصر مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال ووېل چې پر نجونو او هلکانو مشتمله د پولیو څاڅکې ورکولو ټیم د خپل کار پر مهال په نښه شو ٫٫د ټیم یوه بل غړي موږ ته وویل چې د ټیم ښځینه کارکوونکې یوه کور ته ننوتې،چې ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ور کړي.او دی هم په دغه کار بوخت وو چې له ناڅرګنده ځایه پر موټر ساییکل ۲ کسان راغلل او ناڅاپه یې پر ټیم ډزې پېل کړې چې په نتیجه کې د ټیم غړی محمد عمران ځای پر ځای ووژل شو٬٬

ډاکټر محمد اسلم زیاته کړه،له نیکمرغۍ د ټیم نور غړي او ښځینه کارکوونکې په کورونو کې دننه وې،ګڼې زیاته مرګ ژوبله به اوښتې وای.نوموړي ووېل،د صحت محکمې د لوړ رتبه چارواکیو یوه غونډه پېل شوې چې پکې به د پولیو روان کمپېن جاري ساتلو او په دغه لړ کې د نورو جزیاتو په اړه پرېکړه وشي ٫٫د ګوزڼ څاڅکي ورکولو کارکوونکیو مورال ډېر لړزېدلی او له دغې پېښې وروسته دوی له ګڼو اندېښنو سره مخامخ شوي.موږ به په غونډه کې پر دا ټولو جزیاتو خبرې کوو، چې د خپلو کارکوونکیو ژوند او کار،دواړه خوندي کولو په اړه څه وکړو.٬٬

یاده دې وي،د ځینې راپورونو له مخې کوټې ته څېرمه د مستونګ په سیمو کې څو ورځې مخکې د پولیو څاڅکې ورکونکیو ټیمانو ته د ناڅرګنده کسانو له اړخه دهړکې ورکړل شوې.د بلوچستان د صحت محکمې لوړ رتبه چارواکی ډي-جي هیلت ډاکټر مسعود نوشېرواني په دغه اړه پوښتل شوې یوې پوښتنې په ځواب کې خبریالانو ته یې ویلې ٫٫د دهړکو په مسلې زه په خپل سر نه یم خبر،خوکېدای سي چې داسي وي،مګر دا به ووایم چې موږ خو څه غلط کار نه کوو چې چا ته تاوان ورکړو.موږ خو د خپلو او خلکو ماشومانو د ښېګړې لپاره او د خپل راتلونکې نسل لپاره کار کوو٬٬

یاده دي وي،د مُلک د ځینو نورو سیمو په ګډون، په بلوچستان کې هم د تېرې دوشنبې له ورځې د ګوزڼ څاڅکي ورکولو ۳ ورځنی کمپېن پېل شو،چې پکې به د صحت محکمې په وېنا،۲۲ لکه ماشومان واکسین شي،خو د کمپېن په دویمه ورځ رامنځ ته شوې دغې پېښې په اړه د یادې محکمې کارکوونکي وایي چې دوی له ګڼو وېرو او اندېښنو سره مخامخ شو.

XS
SM
MD
LG