د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ملالې درملنه به ښايي څو مياشتې وخت واخلي"


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ



رايټرز اژانس د بريتانيا د کوين الزبت روغتون د مشر ډاکټر ډېو روسر په حواله وايي، چې د ملاله يوسفزۍ د بيرته ژر جوړېدو چانس موجود دی. نوموړې، چې تېره اونۍ د سوات په مرکزي ښار مينګوره کې ورباندې طالب وسله والو بريد وکړ او سخته يې ټپي کړه، پرون (دوشنبه) په برمنګهم کې کوين الزبت روغتون ته يوړل شوه.

ملاله د روغتون په هغه څانګه کې تر درملنې لاندې ده چې د افغانستان په جګړه کې د ټپي شويو سلګونو پوځيانو علاج په کې شوی دی.

ډاکټر روسر رايټرز اژانس ته ويلي، د ملالې بشپړه طبي معاينه يې لا هم نه ده کړې خو زياتوي که د نوموړې د روغتيايي حالت په اړه د پاکستانيو ډاکټرانو وړاندوينه د تسلۍ وړ نه وای نو بريتانيا ته به يې د وړلو اجازت نه وو ورکړل شوی.

نوموړي دا هم وويل چې د ملالې درملنه او بيا رغېدنه ممکن څو مياشتې وخت ونيسي.

ويل شوي چې د ملالې د ټپونو به په دغه روغتون کې يو لړ معاينات کېږي، خو ډاکټر روسر خبريالانو ته وویل چې پرته د نوموړې له اجازته به د هغې د صحي وضعې په اړه مېډيا ته نور مالومات نه ورکول کېږي.

د رايټرز اژانس په راپور کې راغلي، د برمنګهم دغه روغتون، چې ملاله ورته د علاج لپاره وروړل شوې، په جوړولو يې ۸۷۷ ملين ډالره لګېدلي دي. دا روغتون په سر د ټپي شويو او سوځېدلو کسانو د علاج لپاره د نړۍ تر ټولو غټه ځانګړې څانګه لري.

اژانس د لندن د يوه بل ډاکټر ډينکن بيو له خولې وايي، د ملالې د سر د زخمونو به کامياب علاج وشي خو مغزو ته يې د وينې د سپلايۍ مساله ده چې د هغې د اوږدې مودې د معذورتوب خبره ورسره تړلې ده.

رايټرز اژانس په عين وخت کې د امريکا په نيويارک ښار کې د يوه نيوروسرجن ډاکټر اينډرس کوهن له قوله ويلي، د ملاله د درملنې يوه مثبت اړخ دا دی چې هغه له دوو ډېرو مهمو پړاونو راوتلې ده: يو دا چې له سر يې ګولۍ اېستل شوې او بل دا چې له دغو لومړنيو عملياتو وروسته د ۴۸ ساعتونو لپاره ژوندۍ پاتې شوه.

که څه هم د لندن په روغتون کې د ملالې د امنيت په اړه حکومتي او يا هم د روغتون چارواکو له څه ويلو ډډه کړې، خو رايټرز اژانس د بريتانيا د کورنيو چارو د وزارت د وياند په حواله وايي چې د ملالې د امنيت خونديتوب د پاکستان او بريتانيا دواړو حکومتونو له لومړيتوبونو څخه دی.

XS
SM
MD
LG