د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ملاله برید او د عمران خان د جهاد فتوا


د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان
د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان


د ورځپاڼې ګارډين په يوه مقاله کې راغلي دي په ملاله يوسفزۍ د طالبانو له بريد وروسته د پاکستاني ولس لخوا د طالبانو خلاف راپورته شوې غصې د پاکستان د تحريک ګوند مشر عمران خان پوزيشن ته لوي ګواښونه رامخې ته کړي دي. خو ځنو څېړونکو د ولس په دغه ورته رويه کې د لږ شان بدلون راتلو ويره څرګند کړې .

د ورځپاڼې ګارډين په يوه مقاله کې راغلي دي افغانانو له هغه وروسته د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خلاف مظاهرې کړې چې نوموړي وېلي ول په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو خلاف روان جنګ د اسلام له مخې جايز دې.

په عمران خان له دې وروسته هم نيوکې شوي چې نوموړي ویلي ول، هغه په ډاګه د طالبانو نوم نه اخلي خو د هغه وسلوالو غندنه کوي چې په ملا له يوسفزۍ يې بريد کړی.

عمران خان وايي، هغه ځکه د طالبانو نوم اخستل نه غواړي چې له دې سره د هغه د ملاتړکونکو ژوند له خطر سره مخامخېدای شي.

له کابل سره د عمران خان شخړې په دې وروستو کې د نوموړي سياسي پوزيشن ډير خراب کړی دی. له ډيرې اوږدې مودې راهيسې عمران خان دا تور لګاؤ چې د طالبانو د راپورته کېدو وجه د امريکا لخوا په افغانستان کې عمليات او په قبايلي سيمو کې ډرون بريدونه دي خو په ملاله يوسفزۍ د طالبانو لخوا د بريد وروستو د پاکستاني ولس لخوا د طالبانو خلاف راپورته شوې غصې د عمران خان پوزيشن ته زیان رسولی دی.

د پاکستان مېډيا هم ملالۍ ته ډير اهميت ورکړی او د پوځ مشر هم ولس ته ویلي دي چې د سخت دريځۍ خلاف يو موټي شي. تر دې پورې چې د پاکستان د بهرنېو چارو وزيرې حنا رباني کهر ولي دي ،کې په ملاله بريد کېدای شي په يو داسې ملک کې بدلون راولي چرته چې د تره ګرۍ پرضد د پرېکنده یا فیصله کنې جګړې په لړ کې د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د اوږدې مودې راهيسې هلې ځلې رواني دي.

همداراز په کراچۍ کې د ملالې يوسفزۍ په ملاتړ کې په زرګونو خلکو مظاهره وکړه. همداراز د پاکستان مېډيا د طالبانو لخوا د دهړکو باجود ملالې يوسفزۍ د صحت په اړه پرله پسې مالومات ورکوي.

XS
SM
MD
LG