د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د ګوزڼ درې ورځنی مهم پېل شو




د بلوچستان په ټولو سیمو کې نن یعني د دوشنبې له ورځې د ګوزڼ د بیماري پر ضد درې ورځنی کمپاين پېل شو. چې ددې صوبې د پښتون میشتو سیمو په ګډون به په سیلاب ځپلو هاغو کې هم چلېږي. په دې کمپاين کې به ددې صوبې ۲۲ لکه ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکول کېږي.

د صحت د څانګې له وینا سره سم د ګوزڼ ددې کمپاین لپاره شپږ زره پنځه شپېته ګرځنده ډلې، اوه سوه څلور اتیا ناستې ډلې، درې اویا د پولو لپاره او دوه سوه څلور اتیا ټرانزټ ډلې به په هر کلي، هره کوڅه او هره پوله تر پنځو کالو کمو ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکوي.

د ګوزڼ دا درې ورځنی مهم په داسې حال کې پېلېږي، چې يوې خواته ددې صوبې ډیری سیمې بارانو متاثره کړې، او بلخوا ته په روان کال کې په دې صوبه کې درې نور ماشومان له ګوزڼه متاثره شوي. د صحت د څانګې د چارواکو په وینا د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره تر ټولو لوی خنډ هغه علما دي، چې ددې څاڅکو د نه ورکولو په باب خلکو ته تبلیغ کوي. خو د یادې څانګې مشر ډاکټر مسعود نوشیروانی بیا وايي؛ په پښتون میشتو سیمو کې علما اکثره ددوی ملګري دي.

؛ په پښتني سیمو کې ډېری علما له زموږ سره دي. او زموږ ددې ګوزڼ کمپاين ملاتړ کوي. لاکن بیا هم موږ ددې ضرورت محسوسوو، چې دوی ته باید نوره پوهنه ورکړل شي. خو بیا هم زه وايم چې زموږ ډېری علما په دې پوه دي؛.

د صحت د څانګي یاد مشر زیاتوي، په تېرو مهمونو کې د بلوچستان په سیلاب ځپلو سیمو کې د ګوزڼ کمپاين شوی نه وو، خو دده په وینا دا ځل يې ددې سیمو لپاره هم ځانګړې ډلې ټاکلې دي. بیا هم ډي جي صحت ډاکټر مسعود نوشیروانی:

؛ په سیلاو ځپلو سیمو کې تیر واري د ګوزڼ مهم شوی نه وو، او هغه ځکه چې سیلاونه خاص په هم هغو ورځو کې راغلي وو، او موږ نه شوای کولای چې خپل ټيمونه هلته واستوو. او دا ځل خو موږ ټيمونه استولي دي. او هلته به هم که خدای کول د ګوزڼ دا درې ورځنی مهم چلېږي؛.

د یادولو وړ ده چې ګوزڼ لا هم په بلوچستان کې د نور پاکستان په پرتله زیات ماشومان متاثره کړي. چې د روغتیايي څانګي مشران يې ذمه واره هغه انکاري کورنۍ یادوي، چې ددوی په وینا خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG