په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې وزیر اعلی وویل چې، ( موږ د مخصوصو ځایونو نومونه اخلو خو باید دا په یاد ولرو چې د ترهګرۍ مسله په یو خاص ځای کې وجود نه لري. ډېر ځایونو دي چې هلته موږ د ترهګرۍ له مسلې سره مخامخ یو. بل د سیمې حالات داسې دي چې هلته موږ ته ستونزې شته دي. او کله چې په افغانستان او زموږ قبایلي سیمه کې حالات سم شي، نو له دې سره به زموږ د سیمې عمومي حالت ښه شي.او ترهګر چې هر چېري په کوم شکل کې موجود دي موږ ته د هغوی پر ضد هرومرو کاروايي په کار ده.او دلته امن راوستل دي.)
د یادولو وړ ده چې بېګا شپه په لسګونه طالب وسله والو د پېښور په کلیواله سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر غازي آباد چېک پوسټ په وسله وال برید کې د ایس پي خورشید خان په ګډون پنځه پولیس وژل شوي او لس نور ژوبل شولو.
د بېګاني برید پړه په خیبر اېجنسۍ او دره آدم خېل کې د وسله والو طالبانو ویاند پر خپل سر اخیستې ده.