د لاسرسي ځای

تازه خبر

وردګ: طالبانو د یو افغان سر غوڅ کړی




د ميدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې نن سهار د سړک پر غاړه يو ځای پر ځای شوی ماين پر عامو وګړو ور چاودېدلی چې له امله يې د يوې کورنۍ درې تنه غړي وژل شوي دي.

چارواکي وايي وژل شوي کسان نن سهار له کور څخه د بوټو په راوړلو پسې روان وو چې پر لاره ورباندې د وسله والو ښخ شوی ماين ور چاودېدلی دی.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي چې د ماين دغه چاودنه نن سهار د جغتو ولسوالۍ په نوي ښار سيمه کې شوې ده.

دی وايي په وژلو شويو کسانو کې دوه ماشومان دي عمرونه يې تر اتلسو کالو کم ښودل شوي دي.

(( نن سهار د جغتو ولسوالۍ په نوي ښار سيمه کې د طالبانو يو خښ شوی ماين په عامو وګړو ور چاودېدلی چې پکې د يوې کونۍ درې غړي وژل شوي دي. وژل شوي کسان يو تره او دوه يې ورېرونه دي چې د دواړو عمرونه تر اتلسو کالو کم دي. دوی ټول غره ته د بوټو او خشاکو د راوړلو د پاره روان وو چې پر لاره پرې د ماين چاودنه شوې ده او درې واړه وژل شوي دي ))

په دې سربېره تېره ورځ ناوخته په همدغه ولسوالۍ کې وسله والو يو تن کليوال سړی نيولی او سر يې ورڅخه غوڅ کړی دی.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي چې غرغره کړل شوی کليوال سيد جمال نومېږي او غزني ته په خټو کولو پسې روان وو چې پر لاره ورباندې وسله وال طالبان پېښ شوي دي.

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ميدان وردګ د هېواد مرکز ته څېرمه نا ارامه ولايت دی چې وخت نا وخته پکې وسله وال طالبان سړکونو ته را خيژي او د لويو لارو مسافر له موټرونو څخه کښته کوي.

تر دې وړاندې هم وسله وال څو ځله په دغه ولايت کې عام وګړي له موټرو کښته کړي او وژلي دي.

سید شاه سقیم مشال راډيو غزنی

XS
SM
MD
LG