د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاڅونکو او طالبانو تر مېنځ جګړه روانه ده


دا په ننګرهار کې طالب ضد افغان پاڅونکي دي
دا په ننګرهار کې طالب ضد افغان پاڅونکي دي



د غزني په شيلګر کې د طالبانو پر ضد د پيل شوي ولسي پاڅون جنګيالي وايي چې له نن سهاره يې د دغې ولسوالۍ په څو کليو کې له وسله والو طالبانو سره جګړه روانه ده چې تر اوسه پورې پکې د دوی جنګياليو ته د طالبانو څلور مړي په لاس ورغلي دي.

پاڅون کوونکي وايي چې نن سهار يې جنګياليو د اندړو په څو کليو کې د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړل چې تر خال خال نښتو وروسته يې اوس وسله وال د اندړو محکم کلي ته ورټول کړي او اوس هم په دغه کلي کې د دواړو غاړو تر مېنځ جګړه روانه ده.

د ولسي پاڅون يو تن قومندان حاجي هيبت شاه وايي چې تېره ورځ يې ملګري له غزني ښاره اندړو ولسوالۍ ته روان وو چې د خانې کلا په سيمه کې ورته طالبانو کمين نيولی وو خو ملګري پرې وار د مخه خبر شوي وو او په کمين کې پر ناستو وسله والو يې بريد کړی دی.

دی وايي د تېر مازيګر په نښته کې دوه تنه وسله وال وژل شوي او د دوی ملګرو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.

د حاجي هيبت شاه په خبره نن سهار بيا د پاڅون جنګيالي د اندړو ولسوالۍ په اوو کليو کې د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي دي چې تر اوسه شپږ کلي تر سپکو نښتو وروسته پاک شوي او په سيمه کې شته وسلوال يې ټول دا مهال د محکم کلي ته ور ټول کړي دي:

(( نن سهار مو ملګرو د اندړو په په اوو کليو کې د طالبانو پر ضد تصفيوي عمليات پيل کړي دي چې تر اوسه يې شپږ کلي له طالبانو پاک کړي دي. او طالبان په محکم کلي کې زموږ د ملګرو له خوا محاصره دي او وار په وار ورباندې کړي تنګېږي ))

بله خوا بيا طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه ناخبري ښيي.

په اندړو کې څو مياشتې د وسله والو طالبانو پر ضد د سيمې خلکو ولسي پاڅون پيل کړ چې تر اوسه يې د دغې ولسوالۍ ګڼ شمېر کلي له وسله والو څخه پاک کړي دي.

د اندړو تر ولسي پاڅون وروسته افغان دولت په همدغه او ځينو ولسواليو کې سيمه ييز پوليسو پر دندو وګمارل چې هغوی تر اوسه يوازې تر خپلو پوستو پورې محدود پاتې دي.

د اندړو د ولسي پاڅون جنګيالي تور لګوي، چې دولت په نورو ولسواليو کې د دوی د بدنامولو په موخه سيمه ييز پوليس پر دندو ګمارلي دي. چې د پاڅونوالو په نوم خلک وځوروي او پاڅون کوونکيو يې هم تر پام بد ورولي.

سید شاه سقیم مشال راډيو غزنی

XS
SM
MD
LG