د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګیالۍ ملالې وګټله ، وسله والو سره کرکه سیوا شوه


Pakistan -- Malala Yousafzai in Islamabad, 08Mar2012
Pakistan -- Malala Yousafzai in Islamabad, 08Mar2012

د هارون باچا ژباړه

په امريکايي ورځپاڼه نيويارک ټايمز کې د پاکستاني څېړونکي سيد فضل حيدر مقاله خپره شوې چې په کې راغلي، د وسله والو طالبانو لخوا د سوات په ملاله يوسفزۍ د تېرې اونۍ بريد د پاکستان ټول ولس په غم اخته کړی دی. د دغه هېواد هر وګړی د طالبانو دغه عمل غندي او د نوموړې د ښه صحت لپاره دعا کوي. حيدر لیکي، ملاله د پاکستان د زلمي کهول لپاره د يوه رول ماډل په توګه مخې ته راغلې او په پاکستان کې د راپورته شوي سخت دريځي اسلامي ذهنيت پر ضد په خپله مبارزه کې بريالۍ شوې ده.


مقاله زياتوي، ملاله د مينې د نظريې ملاتړ کوونکې وه. هغه د سولې يوه ځوانه سفيره وه. په ملاله حمله د طالبانو له لوري تنکيو هلکانو او جينکو ته يو خبرداری دی چې د نوموړې له نظريې سره ملګري نه شي. خو په ليکنه کې راغلي، له دغه بريد وروسته په ټول پاکستان کې د ملالۍ د نظريې ملګري څو چنده سېوا شول او دا چې هغې وګټله.

د فضل حيدر په خبره، په ملاله شوې حملې د طالبانو وحشي څېره رابرڅېره کړه او له داسې يوې ډلې سره چې د عامو خلکو ژوند، ان دا چې د ماشومانو هغې ته خطر جوړوي، د خبرو کولو د ځينو خلکو دليل يې تر پوښتنې لاندې راوست.

حيدر په خپله مقاله کې د طالبانو لخوا د پاکستان په دواړو وزيرستانونو کې ماشومانو ته د پوليو ويکسين د ورکولو د کمپاين د مخالفت په يادولو سره وايي چې دوی د لسګونو زرو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

په مقاله کې ويل شوي، کله چې په سوات کې طالبانو د جينکو په تعليم بنديز ولګاوه او د دوی د ښووونځيو په ويجاړولو يې ګوتې پورې کړې، نو ملاله يوسفزۍ وه چې د بي بي سي ويب پاڼې ته د خپلو يادداشتونو لېږدولو په ترڅ کې يې نړۍ د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ظلمونو نه خبر کړه.

مقاله زياتوي، ملاله يوسفزۍ ځکه هم بريالۍ شوه چې د ماشومانو د حقونو لپاره د کارکوونکې يوې نړيوالې ادارې لخوا تېر کال د سولې د نړيوالې جايزې لپاره ونومول شوه.

خو حيدر په عين وخت کې وايي، د اسلام هغه بڼه چې پاکستاني طالبانو خپله کړې او د دوی هغه ايجنډا چې د دغه هېواد په خلکو يې په زوره منل غواړي، د يو ستر خطر په توګه شتون لري.

د ليکوال په وينا، دغه ډله جمهوري انتخابات د سيکولر نظام يوه برخه ګڼي او اعلان يې کړی چې د پاکستان هر هغه سياسي مشر چې د راتلونکيو ټولټاکنو لپاره د خپل کمپاين په ترڅ کې د دې هېواد قبايلي سيمو ته لاړ شي، و به يې وژني.

فضل حيدر د مقالې په پای کې ليکي، د طالبانو دا پلان چې په ايټمي وسلو سمبال پاکستان به د خپلو اسلامي نظرياتو په رڼا کې بيرته جوړ او وچلوي، د نړيوالو هغه اندېښنې راپارولي چې د سخت دريځه اسلام د سيمې او نړۍ هېوادونو ته د خپرېدو له امله يې لري.

خو د حيدر په اند، په ملاله يوسفزۍ شوي بريد د اسلام ريښتونې سوله ايزه ايديالوژي بيرته راژوندۍ کړه او دا چې هغې وګټله.
XS
SM
MD
LG