د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګورډن براون : دملالې هڅې به بې پایلې نه پاتې کیږي


فرخنده وزیر
د برتانیا پخوانی وزیراعظم او د ملګرو ملتونو د تعلیم لپاره استازی ګورډن براون به په راروانه میاشت کې د پاکستان دوره کوي او د وسلوالو طالبانو لخوا په یوې ماشومې ملاله یوسفزۍ د وسلوال برید په اړه به د ولسمشر اصف علي زرداري او نورو حکومتي چارواکو سره خبرې کوي. د ګورډن براون دفتر وایي هغه به په پاکستان کې د ماشومانو د تعلیم په اړه خبرې کوي.

د براون د دفتر نه خپر ه شوې یوه اعلامیه وايي، براون ،ولسمشر زرداري ته ویلي چې د ملالې قربانی به بې ځایه نه ځي. او له دغې لپاره به دی په نومبر کې د خپل وفد سره اسلام اباد ته ځي.

په هافنګټن پوسټ ویب پاڼه کې د برتانیا پخوانی وزیر اعظم ګورډن براون لیکي. په لومړي ځل په جهان کې د ماشومانو نجونو نړیواله ورځ لمانځل کیږي، او په دغه ورځ د ګلابي رنګ انتخاب کولو سره ملاله یوسفزۍ ته دا ښودل وو، چې ټوله نړۍ له تا سره ده. براون لیکي اوس چې کله هغه په روغتون کې د خپل ژوند لپاره جنګ کوي، او له دې نه ده خبره چې د ټول جهان د ۳۵ ملیونه ماشومانو جینکو لپاره هغه یوه لارښوده جوړه شوې، چې څنګه به د خپل تعلیم په لار کې د مشکلاتو مقابله کوې. او دوی به د ۲۰۱۵م کال پورې دا خبره یقینې کوي، چې د نړۍ هره جینۍ سکول ته ولاړه شي.

ګورډن براون لیکي، هغې د ماشومانو جینکو د تعلیم لپاره ډیرې هڅې کړې ، او باید هر څوک یي د خپلې لور شان وګڼي.

ګورډن براون وایي ده ولسمشر زرداري ته دا ویلي دي، چې د جینکو د تعلیم د یقینې کولو لپاره باید کوششونه وکړي، دوی ته اوستاذان او ټول سهولتونه ورکړي ، چې دا شان خپل تعلیم پر مخکې بوځي. براون لیکي ده د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې او نورو حکومتي چارواکو سره خبرې کړې چې ملګرې ملتونه غواړی په دغه هیواد کې هر ماشوم که هغه جینۍ وي او که هلک باید له سکوله بهر پاتې نشي. براون لیکي د ماشومانو جینکو په وړوکوالي کې د ودونو سره په نړۍ کې لس ملیونه جینکۍ هر کال د سکولونو نه ووځي.

ګورډن براون لیکي ملاله اوس د ماشومانو جینکو د تعلیم یو علامت جوړ شوی، او دوی به د پاکستان په شمول د ټولې نړۍ لپاره دا کوشش کوي ، چې تر ۲۰۱۵م کال پورې ټول ماشومان باید سکولونو ته ولاړ شي.
XS
SM
MD
LG