د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په افغانستان کې دېره انګلیسي سرتېري دې ستانه شي"


د برتانیا وزیر اعظم په افغانستان کې له خپلو سرتېرو سره
د برتانیا وزیر اعظم په افغانستان کې له خپلو سرتېرو سره
جان اقا الکوزی

د انګلستان د خزانې وزیر جورج اوسبورن د جمعې په ورځ د محافظه کار واکمن ګوند په کلني کنفرنس کې د خبرو پر مهال د هیواد په دفاعې پلانونو او ستراتېژۍ انتقادونه وکړل او وړاندېز یي وکړ چې په افغانستان کي دېره انګلیس عسکر بايد سمدستې وطن ته راستانه شي.


د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون ژمنه کړې چې انګلیس عسکر به د ۲۰۱۴ کال په پاي کي له افغانستان څخه ووځي، خو د حکومت وزیران او پوځي قوماندان بحثونه کوې چې څنګه ژر به وکړاي شي په افغانستان کي د خپلو عسکرو شمېر را کم کړي.

د انګلستان پوځې مشرانو دا سي پلانونه هم برابر کړې چې له مخې به یي د پخواني پلان پر خلاف، په راتلونکې عیسوي کال کې زیات شمېر انګلیس عسکر له افغانستان څخه وطن ته ستانه شي. په ۲۰۱۳ کال کي د عسکرو د ایستلوپریکړه ممکن تر نوي کاله پورې ونشي.

د انګلستان د خزانې وزیر تېره میاشت د ملي امنیت په غونډې کې چې یو شمېر مهمو وزیرانو، پوځې قوماندانانواود استخباراتو مشرانو پکي ګډون کړی و، په افغانستان کې د انګلیسي ځواکونو د حضور په اړه پوښتنې وکړي.

پدي غونډې کې قوماندانانو، وزیرانو ته د راتلونکو دوو کلونو په عملیاتو کې چې په زرونو انګلیس عسکر به هم پکې برخه اخلې، معلومات ورکول.

د انګلستان د خزانې وزیر اوسبورن د قوماندانانو په خبرو او مربوطو پلانونو پوه دی او پوښتنه یي وکړه چې انګلیس عسکر ولې همدا اوس وطن ته نه راستنیږي.

یوې منبع ورځپاڼې ته ویلي، د دفاعې چارواکو د خبرو پر وړاندي د اوسبورن غبرګون په قصدي ډول د پارونې عمل و. دوهم عیني شاهد بیا وایي، په پوځې چارو کې د ښاغلي اوسبورن دا مداخله د هغه کرکټر یا سټایل دی. دی غوړی چې د ملې امنیت په جلسو کې خلک چیلنج کړې او مباحثې راوپاروي.

د انګلستان وزیران او پوځې چارواکې له افغانستان څخه د خپلو شاوخوا ۹ زرو عسکرو د ایستلو لپاره پر مهال ویش بحثونه کوي خو د خزانې د وزیر انتقادونه به له افغانستان څخه په راتلونکي کال کې د انګلیس عسکرو د شمېر د کمولو عملیه اوږده کړي. پدي اړه ممکن د ۲۰۱۳ کال د فبرورۍ تر میاشتې پورې پریکړه ونشي.

د انګلستان صدراعظم ډيویډ کامرون په روانې اوونۍ کې ویلې و، په ۲۰۱۴ کال کې چې په افغانستان کې د دوي جنګې ماموریت پاي ته رسیږي، ټول انګلیس عسکر به له دي هیواد څخه وایستل شي.
د ۲۰۰۲ م کال راهیسي په افغانستان کې له طالب وسله والو سره جګړو کې ۴۳۳ انګلیس عسکر وژل شویدي.
XS
SM
MD
LG