د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حقاني وسله والې ډلې قوماندان نیول شوی دی


په افغانستان کې ایساف ځواکونه وايي پکتيا ولايت کې له افغان عسکرو سره په ګډو عملیاتو کې د حقاني شبکې یو مشکوک قومندان يي نيولي دي. د ایساف اعلامیه وايي دا کس د سړک غاړې د بمي بریدونو او پر افغان او بهرنیو سرتیرو د حملو په تور نیول شوی دی.
د افغان او ایساف ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د حقاني شبکې ددغې مشکوک قومندان په شمول یو شمیر نور وسله وال او وسلې هم نیولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG