د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (د پښتو سندرو ویډیوګانې)




د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په دې ورستيو کې په پښتو سندرو ويډيوګانې جوړېدل دود شوي دي.

پښتانه سندرغاړي او د کلتوري چارو شنونکي وايي چې په دغه ډګر کې ښه او معياري کار کولو ته اړتيا ده.

په خپرونه کې به واورئ چې ښه او معیاري پښتو سندریزې ویډیوګانې څنګه جوړېږي.

عرفان خان چې یو ځوان پښتون سندرغاړی دی، دی وايي، اوسمهال له سندرو سره ویډیو ډېره اړینه ده.

د ده په خبره، نن سبا ډېرې کمې سندرې دي چې هغه ویډیو نه لري.

عرفان خان وايي، د سندرې مشهورۍ له پاره ضروري ده چې ویډیو ولري که نه خلکو ته یوازې غږیزې سندره رسول ډېر ګران کار دی.

په خپرونه کې د تل په څېر سندرې هم دي.

د سندرو امېل هره اوونۍ هارون باچا تیاروي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:14 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG