د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا پر ملالې برید به ولس د ترهګرو ضد یو موټی کړي؟


ژباړه: اسرار عالم مومند
سرچینه: ایکسپریس ټرېبیون

ايکسپرس ټريبيون ورځپاڼې د سر ليک ( ايا په ملاله يوسفزۍ حمله به د پاکستان ولس د ترهه ګرۍ ضد جګړې لپاره يو موټې کړي او که نه ) لاندی يوه مقاله خپره کړې ده.



په اداريه کې راغلي دي چې په مینګوره کې په ۱۴ کالنې ملاله يوسفزۍ تر بريد وروسته ټول قام ته صدمه رسېدلې.

ملالې د طالبانو د نظریې خلاف د مېرمنو د تعليم د پرمختګ لپاره هلې ځلې کولې.

د ورته پېښې خلاف د پاکستان مدني ټولنې کوڅو ته په احتجاج راوتلې دي او غواړي چې د پاکستان حکومت د هېواد دننه د طالبانو لخوا د خپور کړل شوي تشدد او سخت دريځۍ خلاف ګامونه پورته کړي.

د اکتوبر پر ۱۱مه د پاکستان پوځي مشرتابه له حکومت سره په ګډه د ملاله يوسفزۍ پر ضد د شوې حملې خلاف د يو والي څرګندونه وکړه.

پوځ اعلان وکړ چې دوی د ترهګرۍ له مېنځه وړلو لپاره هر قسمه قربانۍ ورکولو ته چمتو دي.

د دې غوندې مشري د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري کوله ، نوموړي تمه څرګنده کړه چې د پاکستان پوځ ملک ته د ورپېښو چیلېنجونو د مقابلې لپاره چمتو دی.

يو وار بيا د غونډې ګډونوالو د ترهګرۍ ضد د جګړې کولو هوډ څرګند کړ .

په اداريه کې راغلي دي چې د پاکستان د پوځ مشر اشفاق کياني وېلي ول چې پاکستانی ولس د ترهګرۍ ضد له يوې حقيقي جګړې سره مخامخ دی چې ولس به يې په خپله کوي.

اداريه کې راغلي دي ضرورت اوس د دې خبرې دې چې د اشفاق کياني ورته موقف ملاتړ وکړې شي ځکه چې په دې وروستیو کې د پاکستان له بهرنېو چارو پالیسۍ داسې ښکارېده چې اسلام اباد نور د ترهګرۍ ضد په جګړه کې دلچسپي نه لري.

د پوځ لخوا ورته رويه په دوه زره نهم کال کې هم هغه مهال مخې ته راغله کله چې طالبانو يوه نجلۍ د جنسي اړيکو درلودلو په تور په درو ووهله.

تر دې وروسته د پاکستان ولسمشر د پېښې د پلټنو حکم ورکړو او چيف جسټس هم د پيښې نوټس واخیست او اخر کار پاکستان پوځ د طالبانو پر ضد عمليات وکړل.

همدا راز، اوس مهال د پاکستان ځنې مذهبي ګوندونه د ملاله يوسفزۍ پېښه په افغانستان کې د امريکا له مداخلت او اسلام سپکاوي فلم سره تړي.


د دوه زره نهم کال په شان ځینې مذهبي عالمانو په ډاګه د طالبانو په ضد د مزاحمت او ماتې ورکولو غږ کړې خو بيا هم ځینې د ويرې يا له طالبانو سره د څه قسمه تړون له وجې زړه نا زړه دي.

د ايکسپريس ټرېبيون اداريې په اخره کې راغلي دي په داسې حال کې چې يو شمېر مشکلات دي راځئ چې په دې امېد شو چې د ترهګرۍ ضد جنګ د پاکستان خپل دی نو بايد چې په خپله يې وکړي ځکه چې له دې پرته بله لار نه شته.
XS
SM
MD
LG