د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پوخ ښوونځی راته جوړ کړئ، میندې راباندې ډارېږي"


فرهاد شینواری

(([په چاودنه] کې لړه شو، پوخ سکول راته جوړ کړئ، میندې راباندې ډارېږي)) دغه خبرې د شپږ کالنې اقرا دی چې د یو ویجاړ شوی سکول پر ملبه په خړو خاورو کې ناسته ده او خپل وران شوي سکول ته ډېر په حیرانۍ سره ګوري.



د پاکستان قبایلی سیمې خیبر د تعلیم محکمې په وینا، په دې سیمه کې تر دې دمه وسله والو د نجونو او هلکانو شا و خوا ۶۳ سرکاری سکولونه په بمونو الوزولی دي.

د دوی په خبره، د دغو سکولونو له ړنګېدو مخکې خیبر ایجنسي په قبایلي سیمو کې د تعلیم په لحاظ تر ټولو مخکې علاقه وه چې د لیک لوست شرح په کې ۵۴٪ فیصده ته رسېدلې وه خو اوس شا و خوا ۳۰٪ فیصده پاتې شوې ده، او دلته شا و خوا ۲۰۰۰۰ نجونې او هلکان له تعلیم د حاصلولو بې برخې شوي دي.


په دې ړنګو شویو سکولونو کې یو د خیبر سلطان خیلو سیمې پرایمری سکول هم دی چې اوس ورته په ۴۰۰ کې یوازې ۱۵ نجونه ورځي، او دې وران شوي سکول پر تیږه او خړو خاورو کې د بغیر سرپناه ناستې سبقونه وايي.

د دغه سکول د درېیم ټولګي یوه زده کونکې روبامه اپریدۍ مشال راډیو ته وايي:

((زه ډاکتره جوړېدل غواړم خو اوس راته هیڅ نشته، په شګواو خاورو کې ناستې یو، اوبه هم نه لرو او ویریږو چې بیا په کې چاودنه و نه شي))

د خیبر سیمې د اشرف کلي تباه کړل شوي پرایمری سکول ته اوس له ۴۵۰ زده کونکو یوازې۵۰ هغه ورځي، او د سکول د کوټو د ړنګېدو له وجې ورته استادان د تورې تختې پر ځای د سکول پر لوی وره لیکل کوي.

د همدې ښوونځي د څلورم ټولګي یو زده کونکۍ اسماعیل وايي:

(( انجینر جوړېدل غواړم)) خو یو شمېر مشکلات یې په مخه کې خنډ دي.

دی وايي ((اوس په ښوونځي کې خیرنېږو، او ناروغېږو.))

په دې سیمه کې په سرکاری سکولونو کې د پرله پسې بمي چاودنو له وجې د ښځینه استادانو حاضري هم کمه شوې ده خو د سلطان خیلو سیمې د سرکاری پرایمری سکول یوه ښځینه استاده شاهین وايي:

((حوصلې مو لوړې دي او غواړو چې د دې حالاتو باوجود د خیبر سیمې نجونو ته د تعلیم سلسله جاری وساتو.))

نوموړې وايي، هیله منه ده چې حکومت به یوه ورځ ورته پاملرنه وکړي او دا ښوونځي به بیرته ورته جوړ کړي.


د خیبر درې یواوسیدونکی نورخان اپریدی وايي، دا مهال یې درې لوڼه په کور ناستې دي او باید حکومت او نړیواله ټولنه ورته دا ویجاړ شوي سکولونه بیا ورغوي.

د تعلیمي چارو کارپوهه او د خیبر سیمې د ښځو د تعلیم مشره شازیه شریف وايي:

((د خیبر سیمې د زده کونکو د تعلیم سلسله بیا بحالولو د پاره مو د بیلا بیلو نا دولتي ادارو په مرستې په ځینو سکولونو کې خیمې لګولې دي، او زده کونکي ورته ورځي. چې کومو سیمو ته دغه خیمې نه دي رسیدلې نو هلته موږ د ځائې مشرانو په مرستې په حجرو کې د داسې ځایونه برابرولواراده لرو چې دغه سکولونه په کې روان کړو.))


په خیبر سیمه کې د تباه کړل شویو سکولونو د بیا جوړولو په اړه مو چې کله د خیبر سیمې له تعلیمي افسر محمد اشرف سره رابطه وکړه نو دوی وویل:

((په سمدستي توګه به په دې سیمه کې د تیارو چتونو [لنډ مهالي] سکولونه جوړوو، او د د دغو سکولونو په مکمله توګه د بیا جوړلو پلان مو هم په پام کې نیولی دی او د فاټا په کالني ترقیاتی پروګرام کې ورته ډیرې روپۍ ځانګړې شوې دي خو په دې کې به وخت لګي.))

د خیبر قبایلی سیمې خلک وايي، دوی له تعلیم سره مینه لری او که حکومت ورته دغه سکولونه جوړ کړي نو د لیک لوست یا سواد شرح به یې بیا لوړه شي.
XS
SM
MD
LG