د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ادم خېل دره کې چاودنه، ۱۶ وژل شوي


د خیبر پښتونخوا امنيتي چارواکي وايي د آدم خېلو درې په نننۍ چاودنه کې لږ تر لږه ۴۰ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د امنيتي چارواکو مالوماتو له مخې چاودنه نن غرمه مهال د آدم خېلو درې په بازار کې د ځايي امن لښکر د دفتر مخې ته وشوه.

د چارواکو په خبره، په دې چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۱۶ ته رسېدلی دی.

په پېښور کې د لېډي ریډنګ روغتون چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې په پېښه کې ۳۰ کسان ژوبل شوي هم دي چې دوی ته راوړل شوي.

چارواکي د ځينې ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک ښيي او وايي ښايي د مړیو شمېر نور هم لوړ شي.

د کواټ کمېشنر صاحبزاده انیس وايي ځايي امن لښکر له تیرو کلونو راهیسې له امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ، په سیمه کې د ترهګرو پرضد مبارزه او د امنیت په ټینګښت کې مرسته کوله او ښايي له همدې وجې پرې برید شوی وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG