د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ادم خېلو دره کې چاودنه،د وژل شویو شمېر ۱۶ شو


تر دې مخکې هم په ادم خېل دره کې چاودنې شوې دي.
تر دې مخکې هم په ادم خېل دره کې چاودنې شوې دي.

پېښور - د خیبر پښتونخوا امنيتي چارواکي وايي د آدم خېلو درې په نننۍ چاودنه کې لږ تر لږه ۴۰ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


د امنيتي چارواکو مالوماتو له مخې چاودنه نن غرمه مهال د آدم خېلو درې په بازار کې د ځايي امن لښکر د دفتر مخې ته وشوه.

د چارواکو په خبره، په دې چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۱۶ ته رسېدلی دی.

په پېښور کې د لېډي ریډنګ روغتون چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې په پېښه کې ۳۰ کسان ژوبل شوي هم دي چې دوی ته راوړل شوي.

چارواکي د ځينې ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک ښيي او وايي ښايي د مړیو شمېر نور هم لوړ شي.




View Dara Adamkhel in a larger map

د کواټ کمېشنر صاحبزاده انیس مشال راډیو ته ویلي، په درې کې امن لښکر له تیرو کلونو راهیسې له امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ، په سیمه کې د ترهګرو پرضد مبارزه او د امنیت په ټینګښت کې مرسته کوله او ښايي له همدې وجې پرې برید شوی وي.



که څه هم نوموړي د چاودنې اصل هدف د امن لښکر مرکزي دفتر وباله خو د دغه لښکر غړیو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د کره شمیر په باب يې بې خبري وښوده.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر او د صوبايي حکومت ویاند میا افتخار حسین چې په روغتون کې يې له رسنیو سره خبرې کولې وویل، چې نور د بې ګناه خلکو دا ډول وژنې د زغملو نه دي او غوښتنه يې وکړه چې مرکزي دولت باید د ترهګرو پرضد د پرېکنده پوځي عملیاتو لپاره تیاری ونیسي :

((په پېښور او شا و خوا سیمو کې د ترهګرو د دې ډول فشارونو او چاودونو مقصد دا دی چې موږ له احتمالي اقداماتو منع کړي، خو حقیقت دا دی چې کله خبرې نتیجه ورنه کړي نو باید پر ضد يې اقدامات وشي. فکر کوم اوس د دې وخت رارسېدلی چې د دغو خلکو پرضد چې پرځای کې وي سمدستي او پرېکنده پوځي عملیات ترسره شي.))


نوموړی وايي، د دې سیمې اوسېدونکو په تېرو ۱۰ کالونو کې بې سارې قربانۍ ورکړي خو نور باید د دې لړۍ مخه ونیول شي او ژر تر ژره د ترهګرو ملا ماته کړل شي.

د پېښور جنوب لورته په ۴۰ کېلومیټرۍ کې واقع آدم خیلو دره هغه نیمه قبایلي سیمه ده چې له دې وړاندې هم په کې ورته چاودنې شوي.

د پاکستان وسله والو طالبانو غورځنګ، تحریک طالبان پاکستان، ویلي دوی د درې چاودنه نه ده کړې.
XS
SM
MD
LG