د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت په آیینې توګه ناکامه شوی:سپریم کورټ


د بلوچستان د بشري حقونو ډله په دغه صوبه کې د تري تم کسانو لپاره مظاهره کوي
د بلوچستان د بشري حقونو ډله په دغه صوبه کې د تري تم کسانو لپاره مظاهره کوي



نیاز موسی خېل مشال راډيو


په کوټه کې د پاکستان سپریم کورټ د بلوچستان حکومت په آینې توګه ناکامه ګرځولی او ویلې چې بلوچستان حکومت په صوبه کې د امن و امان په برقراره ساتلو کې ناکامه شوی دی.

په بلوچستان کې وکیلان او سیاسي ګوندونه وایي،اوس نو په آییني او قانونې توګه صوبایي حکومت ته پکار ده چې استعفا ور کړي او مر کزي حکوت باید چې د صوبایي حکومت ضد آیني ګام پورته کړي.

د بلوچستان یو وکېل ناصیر خان اېډوکېټ له مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې له سپریم کورټ سره له دغې پرېکړې پرته بله لاره نه وه پاتې

٫٫چې کله هم یو حکومت او انتظامیه په بنیادي ذمه وارۍ پوره کولو کې ناکامه شي،نو بیا داسې عدالتي غبرګون خا مخوا راځي. د هر حکومت درې واضح آیینې ذمه وارۍ وي. یوه دا چې امنیت برقراره وساتي. دویم دا چې د خلکو امنیت خوندې کړي او دریم دا چې د خلکو د آیینې آزادۍ خیال وساتي. که موږ ورته وګورو،نو بلوچستان حکومت په دا ټولو بنیادي ذمه واریو پوره کولو کې پاتې راغلی. هرې خوا ته ناامنې ده.د خلکو وژنه اوس عامه خبره ګرځېدلې او یو څوک هم ځان خوندي نه بولي.زما په فکر دا د سپریم کورټ یوه معتدله او مناسبه پرېکړه ده٬٬

ناصیر خان اېډوکېټ زیاتوي،اوس نو پکار ده چې بلوچستان حکومت استعفا ور کړي او په آیینې توګه د مرکزي حکومت ذمه وارې جوړېږی چې په دغه لړ کي دي د صوبایي حکومت ضد آیینې ګام واخلي ،خو د ده په وېنا،داسې کېدل نه ښکاري:

٫٫زه دا وېره لرم چې د سپریم کورټ دغه پرېکړه په عملي کولو کي به یو څوک هم ګام نه کړي پورته او یو څه به هم نه وشي.د مثال په توګه که موږ ورته وګورو نو د کراچۍ امن وامان په کېس کې د سپریم کورټ پرېکړه موجوده ده او موږ ټولو ولېدل چې پر هغې یو قیسمه عملدرآمد هم نه وشو.نو دلته به هم داسې کیږي او زه نه محسوسوم چې مر کزي حکومت به په دغه لړ کي رامخته شي.٬٬

د سپریم کورټ پر دغې پرېکړې په بلوچستان کې یو شمېر سیاسي ګوندونو غبرګون څرګند کړی او دا یې ښه پرېکړه بللې.د پښتون ملت پالې،پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په سپریم کورټ کې د بلوچستان امن وامان په کېس کې یو فریق ګوند وو.د دغه ګوند صوبایي مشر عثمان خان کاکړ په دغه اړه مشال رېډیو ته ووېل چې دا یوه جایزه پرېکړه ده

٫٫سپریم کورټ بیخې ناوخته پرېکړه ور کړې.هو!بیخې له ځنډه یې کار اخیستی.باېد چې دا قیسمه پرېکړه ډېر مخکې راغلې وای. بهر حال بیا هم دا یوه ښه پرېکړه ده. صوبایي حکومت په مکمله توګه ناکامه ثابته شوی. هر یو اېم-پي-اې وزیر دی او ۶۰ وزیرانو د خلکو وینې او غوښې خوړلې او بې انتها پېسې یې خوړلې. هغه وزیران چې پخوا به یې یو څه نه وو،نن ارب پتیان (شتمن) شو.نو اوس یو خو په اخلاقې توګه باید چې صوبایي حکومت مستعفي شي او بلې خوا ته دې باید مرکزي حکومت د صوبایي حکومت ضد ګام پورته کړي او دوی دې فارغه کړي.٬٬

عثمان کاکړ زیاته کړه،نه یواځي دې د صوبایي حکومت ضد ګام واخیستل شي، بلکې په دغه لړ کې دې پلټنې هم وشي او هغه وزیران او نور چارواکي چې د خلکو پېسې یې خوړلې او د امن ومان په نه ساتلو کې یې غفلت کړی،د هغوي ضد دې ګامونه واخیستل شي او دوي ته دې سزا ور کړل شي.

د سپریم کورټ له اړخه جاري شوي حکم کي دا هم ویل شوي چې په صوبه کې پر امنیتي ځواک اېف-سي د خلکو نیوکې نه دې درېدلې او دوی په ښکاره وایي چې د ورکو کسانو تر شا یې لاس دی .خو ایف سي ځواک په تېرو وختونو کې په بیا بیا د دا قیسمه تورونو له منلو انکار کړی.

د بلوچستان حکومت ضد راغلې پرېکړې په اړه تر دې دمه د حکومتي چارواکیو او وزیرانو له اړخه تر دې دمه کوم غبرګون نه دی رامنځ ته شوی.

XS
SM
MD
LG