د لاسرسي ځای



سید شاه سقیم غزنی

د ميدان وردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې دوه تنه بهرنيان ناڅرګندو وسله والو کسانو تښتوولي دي.

دغه دوه تنه بهرنيان چې يو يې نر او بله يې ښځه ده پرون د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې وسله والو کسانو له موټره کښته کړي او ناڅرګند ځای ته يې وړي دي.

ويل کېږي چې تښتول شوي کاناډايي سړی او امريکايي ميرمن تېره ورځ له غزني څخه کابل ته په موټر کې روان شوي ول چې د سيد اباد په شش ګاوو سيمه کې يې موټر وسله والو کسانو ته په ګير ورغلي دی.

د ميدان وردګو ولايت يوه دولتي سرچينه چې د نوم له اخيستلو ډډه کوي وايي چې تښتول شوي کسان بهرنيان دي او په يو کرولا موټر کې له غزني څخه کابل ته روان وو.

سرچينه وايي تر اوسه نه ده مالومه چې بهرنيان به چا تښتولي وي خو وايي دا کار له طالبانو پرته بل څوک نه کوي.

تر اوسه پورې د دولت مخالفو وسله والو طالبانو لا هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

شا و خوا شپږ کاله وړاندې وسله والو طالبانو په غزني کې هم درويشت تنه کوريايان نيولي وو چې وروسته يې بيا له دغې ډلې څخه دوه تنه ووژل او پاتې يو ويشت يې چې پېنځه پکې نارينه او شپاړس ښځې وې بېرته خوشي کړل.

XS
SM
MD
LG