د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ملاله یوسفزۍ د برید پر ضد د پي ایس او مظاهره




د بلوچستان په کوټه کې د زیارت په ماځیګر د پښتنو د ملتپالو زدکوونکیو یو سازمان ٫٫پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن٬٬ له اړخه یوه مظاهره تر سره شوه. مظاهره چیانو پر ملاله یوسفزۍ ترسره شوي برید په سختو ټکو وغندلی او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د پېښې پلټنې دې وکړي او ښکېل کسان دې د قانون منګولو ته وسپاري.

له مظاهرې وروسته غونډې ته د پي ایس او مشرانو په خپلو وېناګانو کې پر ملاله یوسفزۍ برید پر ټولو پښتنون قام برید وباله.

د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن یو مشرکبیر افغان مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال ووېل،چې ظالمانه قوتونه نه غواړي چې پښتانه او په تېره بیا پښتنې نجونې له علمې رڼا برخمنې شي،ځکه دوی د طاقت په زور پښتانه له علم او هنره را ګرځوول غواړي:

٫٫پر ملاله یوسفزۍ برید یواځې پر یوې نجلی برید نه دی. دا پر پښتون ملت او پښتنو نجونو برید دی. په داسې حال کې چې پښتنانه را پارېدلې او د تعلیم او زدکړې خوا ته یې مخه کړې،په داسې وخت کې داسې یو برید څه مانا لري؟موږ به دغه مقصد ورڅخه اخلو چې بریدګرو دا مقصد نه لرلو،کوم چې یې دوي بیانوي؛بلکې د دوی مقصدونه د دې تر شا نور دي او د دغو مقصدونو تر شا یواځي یو کس یا یوه ډله نه ده،بلکې تر شا یې ډېر نړیوال او لوړ سازشونه دي، چې پښتانه د تعلیم او پوهې له ډګره را وګرځوي او پام یې د بې علمۍ او نا پوهې پر خوا ور واړوي.٬٬


په مظاهره کې شریک یو ګډونوال محمد اشرف بیاوویل چې د پښتنو په تاریخ کې داسې تر اوسه نه دې شوي چې څوک دې پر نجونو او هغه هم کم عُمرې نجلۍ برید وکړي:

٫٫تاسو به ښه خبر یاست چې زموږ په سیمو کې کله هم قامې او د سیمه ایزه لانجه او جګړه روانه وي،نو بیا خلک د تور سریو (ښځو) سوال یو بل ته وکړې یا ښځې پخپله ډګر ته راووځي، چې د جګړې په درولو کې رول ولوبوي.موږ له خپلو مېندو او مشرانو اورېدلي دي چې کله هم ښځې داسې رول لوبولو ته راووځي،نوجګړه وال پر هغه ځای جګړه ودروي او هر څه ختم کړي،هر څه هېر کړي....لیکن دا څنګه وخت او عمل دی چې د سوات یو ماشومه،چې د علم او هنر رڼا یې په پښتنو نجونو کې خورول مورام وو،هغه دې د برید ښکار شي؟دا به په ډاګه ووایم چې دا عمل نه یو انسان او مسلمان کولای شي او نه بیا دا کار د پښتنو دی.٬٬

کبیر افغان په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې ټول پښتون قام پر ملاله د شوي برید په اړه بیخې زیات خپه او خوابدی دی او دې عمل ته یو ظالمانه کار ویلی دی:

٫٫موږ له حکومته غوښتنه کوو چې د ملاله یوسفزۍ په علاج کې دې هیڅ قیسمه کوتاهي نه کوي او د دې درملنې لپاره دې هر قیسمه کوټلې ګامونه واخلي او له دې سره ټول ولس له حکومته غوښتنه کوي چې پر ملاله یوسفزۍ برید کوونکي دې ژر تر ژره ونیول شي اود ښکیلو ډلو او کسانو ضد دې سخت ګامونه واخلي.٬٬

د روانې میاشتې اکتوبر میاشتې په نهمه نېټه په سوات کې ناڅرګنده وسله والو د نجونو د تعلیم او پوهې لپاره کار کوونکې ۱۴ کلنه ماشومه ملاله یوسفزۍ له خپلو دوو نورو همځولو سره په ډزو وویشتله، چې لا هم تر درملنې لاندې ده او طبي وضعه یې لا هم نه ده څرګنده.

پر نوموړې د شوي برید په ټول مُلک کې سخته غندنې روانې دي او د وسله والو طالبانو له خوا د شوي دغه عمل پر ضد د احتجاجي مظاهرو لړي هم پیل شوې دي.

په دغه لړ کې په کوټه کې د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن له اړخه تر سره شوې مظاهره هم یو له لویو مظاهرو ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG