د لاسرسي ځای

تازه خبر

"زما مور ته مې صرف د ورور قبر خو وښیه"




ظفرکریمي مشال راډيو

د کراچۍ ښار په بلدیه ټاون کې د علي انټرپرایز په نوم د کارخانې د سوځېدو یوه میاشت تېره شوه ،خو اوس هم په دغه کارخانه کې د سوځېدلو یو شمیر مزدورانو مړي نه دي موندل شوي ـ

د امیر خالد په نوم یو سپین ږیرې وایي د خپل ۲۵ کلن ورور افتاب په مړي پسې هره ورځ لالهانده سرګردانه ګرځي ـ دی وایي د خپل ورور د مړي د پیژندګلو له پاره یې د ډي این ای ټیسټ لپاره د وینې نمونې هم جمع کړي دي خو د هسپتال لخوا ورته تراوسه هیڅ نه دي ویل شوي ـ

(( زما د ورور هیڅ پته نه لګي ـ نه د هغه د ډي این ای ټیسټ څه نتیجه مخې ته راغلې ده ـ موږ په خپل ورور پسې ډېر پریشانه یو ـ په دې ملک کې له موږ سره هیڅ انصاف نه کیږي ـ موږ له خپله ژونده بېزاره شوي یو))

د ژغورنې اداره ایدهي وایي د دوی په مرده خانه کې اوس هم د یوکم څلویښت کسانو مړي د پیژندګلوي په انتظار پراته دي ـ

د اورنګي ټاون عبید هم په دغه کارخانه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی ـ د عبید خور وايي مخکې کله هم له کوره نه وه وتلې خو اوس هر ورځ د ورور په مړي پسې ګرځي ـ

((ما په هغه سوو غوښو او هډوکو کې د خپل ورور له پاره لاسونه ووهل ـ ما ویل هډوکي خو به یې میلاو شي کنه ـ خپله وینه خو پیژندلای شي کنه ـ خپل هډوکي خپل وي ـ د هغې خپل بوي وي ـ ما دوه ورځې ایدي سنټر کې تېرې کړې خو زما د ورور هیڅ پته ونه لګیده ـ زما خیال دی چې د هغه مړی چا وړی دی او ښخ کړی یې دی ـ خو که چا زما د ورور مړی وړی وي ، زه ورته التجا کوم چې زما مور ته صرف قبرخو وښایي کنه ))

د ورک شوو مړو وارثان وایي د حکومت لخوا ورته ویل شوي دي چې د ناپيژندل شویو مړو د پیژندګلوي او د ډی این ټیسټ د نتیجې په راتللو کې به ۱۵ نورې ورځې ولګیږي ـ

په دې اړه د سند صوبې د روغتیا وزیر ډاکتر صغیر احمد خبرو کولو ته حاضر نه شو خو کله چې مشال راډيو له مرستیال پولیس سرجن ډاکټر جاوید شاه څخه وپوښتل چې ولې د ډي این ای ټیسټ د نتیجې په راتلو کې له ځنډ ه کار اخیستل کیږي نو د هغه ځواب وـ

(( زموږ کار خو بس دومره و چې د وینې نمونې مو واخیستې او د پلټنې افیسر ته مو ورکړې ـ د ډي این ای ټیسټ لیبارټري په اسلام اباد کې ده ـ دغه نمونې هغه هلته لیږلي دي ـ دغه ټیسټ خو هسې په یوه هفته یا لسو ورځو کې کیږي ، خو ددې د ځنډیدو وجه شاید دا وي چې په لیبارټرۍ په رش وي او یا بله څه وجه هم کیدی شي ))

حکومت لخوا په یاده کارخانه کې د مړو شویو او ژوبل شویو کسانو له پاره د معاوضې اعلان هم شوي وو خو د ځینو مړو وارثان وایي تراوسه ورسره هیڅ مالي مرسته هم نه ده شوې.

په دې اړه چې کله مشال ریډیو د کراچۍ له کمشنر روشن علي شیخ نه پوښتنه وکړه نو د هغه وینا وه هغه مړي چې پیژندګلوي یې شوې ده د هغې وارثانو سره مالي مرسته هم شوې ده ، او هغه مړي چې تراوسه یې پيژندګلوي نه ده شوې د پيژندنې د کار د ختمیدا روستو به حکومت هغوي سره هم اعلان شوې مالي مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG