د لاسرسي ځای

تازه خبر

آیا په سوات کې امن راوستل شوی دی؟




هارون باچا مشال راډيو

پراګ:- د خيبر پښتونخوا حکومت او د پاکستاني پوځ له دې ادعاوو سره سره چې په سوات کې يې د طالبانو پر ضد کامياب عمليات کړي او سيمه يې له اورپکو په بشپړه توګه پاکه کړې، دغلته لا هم وتلې ځايي څېرې د طالبانو د وسله والو بريدونو ښکار کېږي.

د سوات په مرکزي ښار مينګوره کې د تېرې سې شنبې په ماسپښين په څوارلس کلنه ملاله يوسفزۍ، چې تېر ميلادي کال د سولې نړيوالې جايزې ته ونومول شوه، پاکستاني طالبانو په داسې حال کې ډزې وکړې او سخته يې ټپي کړه چې هغه په ګاډي کې سپره، له خپله ښوونځي کور ته روانه وه.

په ملاله يوسفزۍ شوي دغه بريد د سواتيانو هغه هيلې چې په دغه سيمه کې د امنيت بيرته د پر ځای کېدو له امله يې لرلې، تر ډېره ټکڼۍ کړې.

د سوات په سيدو شريف کې د سواستو آرټ اينډ کلچر ايسوسي ايشن مشر او د دغه ځای د ټولنې يوه فعاله غړی عثمان ولسيار وايي چې د طالبانو دغه هدفي حملې په عامو خلکو کې يوه مايوسي خپروي، چې له وجې يې په سيمه کې د سولې او پرمختګ کارونه زيانمنېږي.

(( دغه رنګ واقعې چې کېږي او بيا د دې کچ له خلکو سره چې په معاشره کې ډېر ښه کردار ادا کوي، هغه که ملاله ده او که زموږ نور ولسي او سياسي کردارونه دي. ځينې هنرمندان ډېرې ښې هلې ځلې کوي. ظاهره ده چې له وجې يې په ټول سماج کې يوه مايوسي پيدا کېږي. بیا دغه بدې پېښې داسې اثر انداز کېږي چې نور د کار خلک ويرېږي. د سوات حالات بهترۍ او امنييت طرف ته روان وو، موږ له غم او خپګان سره سره د تشويش اظهار هم کوو، ځکه چې د ترهګرۍ دغه عمليات زموږ د ترقۍ مخه نيسي.))

عثمان ولسيار په خپلو خبرو کې زياته کړه چې که څه هم د سوات خلک دغلته د امن پر ځای کولو په لړ کې د پوځ کردار ته په ښه سترګه ګوري، خو اندېښمن دي چې د پوځي چيک پوسټونو په موجودګۍ کې وسله وال څه رنګه خپلو اهدافو ته په رسېدو کې بريالي شي.

(( د ملالې نه مخکې د سوات امن جرګې يو تکړه غړی زاهد خان حاجي صيب په نښه کړای شو. دغه رنګ افضل خان، چې له مسلم ليګ پارټۍ سره يې تعلق وو، هغه شهيد کړای شو. بيا د چيک پوسټونو په موجودګۍ کې، چې ډېرې ښې تلاشيانې کوي، هيڅوک له ځان سره وسله نه شي ساتلی. نو بايد په جنايتکارانو سخت نظر وساتل شي. عامو خلکو ته خو په تګ راتګ کې ډېر زيات تکليف دی خو موږ نه پوهېږو چې دغه ترهګر څه رنګه وسله تر لاسه کړي او له يوه ځايه بل ځای ته لاړ شي. د پوځ کردار هم د ستاينې وړ دی، خو دا رقم پېښې د خلکو په زړونو او ذهنونو کې پوره شکونه پيدا کوي. ))

په دې ورستيو کې په سوات کې قامي امن جرګه جوړه شوه چې له ځايي انتظاميې او پاکستاني پوځ سره په ګډه د سيمې د امنيت لپاره کار وکړي. د يادې جرګې يو مشر غړي فضل مولا خان وايي چې دوئ په ملاله يوسفزۍ شوی بريد ډېر جدي نيولای او دا چې په حکومت به د دغه بې رحمانه حملې د عاملينو د نيولو لپاره پوره فشار راوړي.

((زموږ د سوات قامې امن جرګې ورکنګ کميټۍ د ملاله په مسالې پرون ټوله ورځ يو سيشن او مازيګر يې بيا يوه خبري کنفرانس وکړ. جرګې ډېر په واضح ټکو کې له حکومته وغوښتل چې په سوات کې موجودې حکومتي ايجنسۍ دې په ملاله حمله کوونکي ونيسي. امن جرګې د خالي په ورځ په دوه بجې په مينګوره کې د يوه پرامنه مظاهرې کولو اعلان هم وکړ. په موجوده حالاتو کې سوات قامي جرګه هم دغه هومره رول لوبولای شي.))

د سوات قامي امن جرګې غړي فضل مولا د پاکستان د سياسي ګوندونو او مدنې ټولنې د سازمانونو کردار هم وستايه چې د ده په خبره دوئ ته يې د ملګرتيا کلک لاس ورکړی دی.

نوموړي زياته کړه چې په ملاله يوسفزۍ شوې حملې که هر څو په ملکي او نړيوال کچ خلک دردولي، خو يوه مثبت اړخ يې دا دی چې د طالبانو پر ضد حکومتي او ټولنيزه مبارزه لا پسې پياوړې شوه.

((د سياسي پارټيانو د کوارډينيشن کمېټې مشر د ټولو ګوندونو له کارکوونکو وغوښتل چې د خالي د ورځې په جلوس کې شرکت وکړي. د زياتره سياسي ګوندونو کارکوونکي له موږ سره دي. له ملالۍ سره چې څه وشو، که موږ يې مثبت اړخ ته وګورو نو هغه دا دی چې د سياسي مشرتابه په سوچ کې يو نيږدېوالی راځي، د يوې پارټۍ دوو نه علاوه. د ملک د بيلا بېلو برخو نه د مدني ټولنې زموږ ملګري له موږ سره په رابطه کې دي. نو د دغې غم او افسوس سره يو مثبت او ښه رجحان هم روان دی.))


څوارلس کلنه ملاله يوسفزۍ، چې په سوات کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې يوې نړيوالې رسنۍ ته د ګل مکۍ په مستعار نوم ليکنې کولې او نړيوال يې د سيمې له حالاتو خبرول، لومړنۍ پاکستانۍ پښتنه وه چې په کم عمرۍ کې د سولې نړيوالې جايزې ته ونومول شوه او د پاکستان د حکومت له لوري هم ورته د بهادرۍ مډال ورکړل شو.

XS
SM
MD
LG