د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ یې راولپنډۍ ته یووړه


ملاله یوسفزۍ له ویشتو وروسته په روغتون کې
ملاله یوسفزۍ له ویشتو وروسته په روغتون کې



د ملالې یوسفزۍ د کورنۍ یوه نژدې خپلوان احمدشاه ویلي چې تر اوسه لا د هغې روغتیا (صحت) پوره نه دی څرګند خو ډاکټرانو فیصله وکړه چې د لا نور علاج لپاره یې راولپنډۍ ته یو سي. او تر غرمې مخکې یې په هیلي کوپتر کې پنډۍ ته یووړه.

د پېښور ډاکټران وايي چې ملالې ته د نورې سرجرۍ ضرورت نشته او تر ډېره یې ښه بولي، خو خدای خبر چې مخکې څه پېښېږي.

د مشال خبریال غلام غوث د دې پوښتنې په ځواب کې له اپرېشنه وروسته چې کله ډاکټرانو د ملالې له غاړې ګولۍ راواېستله ، د هغې پس دې څه خبرې هم وکړې که څنګه.؟ احمدشاه د ډاکټرانو له خولې وویل، چې هغوی ورته د اپرېشن د ضرورت له مخې اوږده بېهوشي ورکړېده. او له هغې وروسته لا ملاله په هوش کې نه ده راغلې.

د احمدشاه په خبره ډاکټرانو پنډۍ ته ځکه یووړه چې د دوی په خبره هلته یې روغتیا پالنه یا نرسینګ ښه کېدلای شي، ځکه چې اوس خو ملاله د نور اپرېشن ضرورت نه لري.

XS
SM
MD
LG