د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ملالۍ بریدکونکې دې ونیول شي. سوات قامي امن جرګه


سوات قامي جرګه خبري کنفرانس کوي.
سوات قامي جرګه خبري کنفرانس کوي.



سوات قامي جرګې په ملاله يوسفزۍ د حملې بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې او ویلي دې که چرې ملزمان ګرفتارنه کړې شول نودوی به په احتجاج لاس پورې کړي.

سوات پريس کلب کې د مختياريوسفزۍ په مشري کې دسوات قامي جرګې يوهنګامي خبري کانفرنس ته خپله وينا کې د جرګې مشرمختياريوسفزۍ خبريالانوته وویل چې په سوات کې د امن دعوې باجود دامن له پاره کارکونکي په نخښه کيږي چې دغه دغندنې اوفکروړخبره ده.

دوی وویل چې په ملاله يوسفزۍ حمله کول د انتظامییې او دپاکستان پوځ امن دعوې غلطې ثابيته وي، دوی زياته کړه چې په سوات کې ولس په ملاله باندې په بريد سخت خفه او انديښمن مند دي.

دوی وویل چې وړاندې هم د امن له پاره کارکونکو باندې بريدونه شوي خو د حکومتي دعوو باوجود تردې دمه ملزمان ګرفتارنه کړل شول چې دغه دانتظامې او پوځي چارواکو ناکمي څرګنده کوي.

دوی وویل که چرې پر ملاله بريدکونکې ګرفتار نه کړل شول نو دوی به د نورو سياسي ګوندونو سره په ګډه احتجاجي مظاهرې کوي.

نيازاحمد خان

XS
SM
MD
LG