د لاسرسي ځای


بارکوال مياخېل


په عمر کوچنۍ خو په فکر او خبرو سترې ملالې!، اخير دې د خپل جنتي سوات د بدبختۍ او بېسوادۍ په اړه هغه فکرمند سر ته د دوښمن ګولۍ برابره شوه چې تا پکې پخې او درنې خبرې ساتلې وې او غوښتل دې چې سوات بيرته د جنګ له وحشي منګولو خلاس کړې او د خپل همځولي نسل د روښانه سباوون لپاره پکې بيرته د علم او عرفان زرګونه ډېوې روښانه کړې.

ملالې! تا به د ځينو په ګومان کېداى شي په دې تنکي عمر دا دومره پخې خبرې له خپل بااحساسه او لوستي پلاره زده کړې وي، خو تا چې پخپل جنتي سوات کې خپل لوغړون ښوونځي پخپلو ماشومو سترګو وليدل او له خپلې مور، پلار، وروڼو او خويندو سره پېښور ته را کډه کړاى شوې، د تاريخ دې جبر هم تاته ډېر څه در زده کړل او ته يې د پردي جنګ په لمبو کې د سوځېدلي جنتي سوات د بدرنګې کړې څېرې د ښايست او سينګار لپاره بيرته له داسې حوصلو سره ستنه کړې چې د خپل همځولي نسل د بيرته په پښو درولو، د هغوى په لاسونو کې د کتابونو ورکولو او د ښوونځيو د تړليو ورونو د پرانيستلو ستره وظيفه دې په تنکي عمر پر ځان ومنله.

خو ستا د جنتي سوات د بدرنګو دوښمنانو سترګې پر تاو برېښېدې، ستا په پښو کې يې له خپلې خاورې سره د مينې سېک او توان ونه زغامه، تاته د سولې په نامه درکړى وياړ يې د خپل تور او وحشي سلطنت د بقا لپاره خطر وګاڼه او اخير يې درباندې نخښه برابره کړه او ستا له ژوندي سره يې د علم، خاورې او خلکو د مينې د احساس د ايستلو بدرنګه هڅه وکړه.

ملالې! ستا سر دې سلامت وي او ستا په سر کې درنې خبرې او احساسات دې ټپي نه شي. هسې خو په دې وطن کې داسې سرونه چې د خپلې خاورې، ولس، ژبې او تاريخ مينه پکې پالل کېږي، سلامت نه دې پاته شوي خو که ستا د ويده ولس په سرونو کې ستا د سر څلورمه برخه احساس او له خپلې خاورې مور سره د خپلوۍ مينه پيدا شي، کېداى شي چې ستا همځولى نسل له دې بدمرغه ناورينه را ووځي.

خو ګوره بيړه به نه کوې، دا کړاوجن کار- چې تا په مخه اخيستى- د ډېرو رواجي او منفي دودونو چوکاټونه ماتول غواړي او د لټۍ له دې بګاره (دايرې) راوتل غواړي، موږ لا له تا سره د علم په څراغونو د خپلو کورونو روڼا کولو او ژور فکر کولو ته وخت نه دى موندلى او د اوس لپاره دې د سر ټپونو او د خپل وطن ټپونو ته د دوعاوو بې بيې درمل ډالۍ کولاى شو.

خداى دې د سوات شهيده مه کړه
چې د ميوند ملاله راکړي پېغورونه


XS
SM
MD
LG