د لاسرسي ځای

بارکوال مياخېل

[کوچنۍ خورکۍ ملالې يوسفزۍ ته]

د علم د سنګر ملالۍ

يه خوږې ملالې سترګې پټې نه کړې
يه د سوات د نجونو ميرې څه در وشول؟
يه د سولې زاڼې ګوره- ګوره مه ځه
په جنګونو کې اسيرې څه در وشول؟

ستا د زړه د ارمانونو کور جنت دى
شيطانان درته له کوم دياره راغلل؟
ته د سولې پريښته يې چې زخمي کړې
پټ له خدايه، که ښکاره پر لاره راغلل؟

ته د خپل همځولي نسل د زړه ډاډ يې
ته د سوات زخمي زړګي لره مرهم يې
ته د دې ويده کاله ويښه لورکۍ يې
ته دوښمنه د بلاوو د تورتم يې

له قلم او له کتابه سره راغلې
او ملاله ته د علم د سنګر شوې
د عرفان ډېوه دي واخيسته په لاس کې
توپانونو ته له کوره را بهر شوې

تا ملالې! جنګ ته کلکه ماتې ورکړه
تا شړلې مرغۍ بيرته را ستنې کړې
تا د خويندو زړونه و ګټل په مينه
تا په نجونو د مکتب، ډکې کوڅې کړې

د ميوند ملالې غوڅ پيرنګى مات کړ
ته د سوات د کوم دوښمن د سترګو خار شوې
هغې وروڼه په يوه ټپه را ويښ کړل
ته د خپلو نارينه خبرو ښکار شوې

ته ملاله شوې د ظلم مخ ته سپر شوې
چې حيران درته غښتلي ډېر سړي شول
ته د هرې خور د سر د پت ټيکرى شوې
غيرتونه درته سر په سلامي شول

نو خوږې ملالې! هله- هله پاڅه
په ژړا او په سلګۍ درته ډېوې دي
کتابونه دي په چېغو درته ژاړي
په سرو وينو دي لړلې کتابچې دي

هله بيرته "ګلمکۍ" شه، ګړندۍ شه
هله بيرته دي انځور کړه خپل زخمونه
هله بيا د دوښمنانو مخ ور تور کړه
هله بيا قلم ته واچوه رنګونه

***


٠٩ اکتوبر ٢٠١٢م کال- کوټه

XS
SM
MD
LG