د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ځانمرګو برید ګرو روزنه




فارن پالیسي مجله په خپله يوه مقاله کې ليکي چې پاکستان کې طالب وسله وال پښتانه زلميان د نورې نړۍ څخه د بېل ساتلو، له معلوماتو څخه د نه خبرولو او غلطې پروپيګنډې له لارې ځانمرګو بريدونه ته هڅوي. په مقاله کې ويل شوي چې امريکا او پاکستان بايد په ترهګريزو کړنو کې د ځوانانو د شموليت د مخنيوي په لړ کې سخت ګامونه واخلي.

فارن پاليسي مجله کې حسين نديم ليکلي چې هغه له څو داسې ځوانانو سره ليدلي چې غوښتل يې ځانمرګي بريدونه وکړي خو په خپل مقصد کې ځکه کاميابه نه شول چې امنيتي ادارو ونيول.

ليکوال وايي دا هلکان له پنځلسو څخه تر نولس کلونوعمرونه لري او ورسره له خبرو وورسته معلوميږي چې دوی ځانمرګو بريدونه ته د تيارولو لپاره له هر چا بيل ساتل شوي وو. مجله ليکي چې دا زلميان وزيرستان کې په يو داسې کلي کې ساتل شوي وو چيرته چې ټيليويژن او انټرنيټ نه وو او د ښوونځي له تعليمه بې برخې وو.


ليکوال ليکي دې کسانو ورته ويلي چې طالبانو به ورته ځينې کنډوالې او وران ويجاړ ځايونه ښودل او ورته ويل به يې چې دا د امريکايانو د ډرون بريدونه له وجې تباه شوي دي. د وزيرستان په مچې خېل او ډنډه درپه خيل کې لوی شوو دې هلکانو ويلي چې طالبانو ورته ځينې ويډيو او فلمونه ښودل چې په ظاهره پکې بهرنيانو پر ښځو جنسي تيری کاوه. د دوی په وينا طالبانو ورته ويل چې افغانستان کې امريکايان دغسې کوي.

ليکوال ليکي ځانمرګي بريدونو لپاره تياريدونکي هلکانو ته په يوه ځايي مدرسه کې د امريکا پر ضد تبليغ کيده. يوه ځوان ويلي چې په نيمه شپه به وارخطا راپاڅيده. غوښتل به يې د خپل کور والاوو سره او په ځانګړي توګه د مور سره خبرې وکړي خو طالبانو دې کار ته نه پريښود ځکه چې طالبان ويريدل چې هسې نه کورنۍ يې هغه له ځانمرګي بريد څخه منع کړي. بل خوا ليکوال ليکي د دې هلکانو کورنيوو ورته ويلي چې د خپلو بچو سره يې د اړيکې نيولو د ډيرو کوششونو باوجود هم په دې کار کې بريالي نه شول.

فارن پالیسي مجله کې ليکوال ليکي چې وسله وال د ځوانانو د نفسياتو سره د لوبو کولو په ترڅ کې په افغانستان او پاکستان کې ترهګري جاري ساتل غواړي. د ليکوال په وينا وسله وال هغه ځوانان چې له نورې نړۍ ليرې اوسي، ځانمرګو بريدونو او ترهګرۍ ته په اسانه تيارولی شي. دوی معلوماتو ته لاس رسی نه لري او پرځای ورته هغه څه ويل کيږي چې وسله وال يې غواړی.

د ليکوال په وينا ترڅو امريکا او پاکستان د ځوانانو سخت دريځه کولو پر ضد ښه او ټينګ ګامونه پورته نه کړي، تر هغې به د وسله والو له خوا د خلکو بې لارې کول او خپلو کتارونو کې د ځوانانو شاملول دوام لري.

XS
SM
MD
LG