د لاسرسي ځای

ملاله یوسفزۍ په نړیوالو رسنیو کې


ملاله یوسفزۍ

ملاله یوسفزۍ

ژباړه : ګل ایاز

پراګ :
د نړۍ زياتره مشهوره ورځپاڼو د خیبر پښتونخوا په سوات کې د وسله والو طالبانو له خوا پر څوارلس کلنه نجلۍ ملاله یوسفزۍ د تر سره شوي برید په اړه رپوټونه خپاره کړي دي.

امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز ليکلي دي چې طالبانو هغه وړوکې نجلۍ ويشتلې ده چې د حقونو لپاره يې ږغ پورته کاوی.

نیویارک ټایمز زیاتوي چې ملاله يوسفزۍ د سوات د بهادرو نجونو علامت وو.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ملالې یوسفزۍ په اړه لیکلي دي ً طالبان وايي دوی هغه پاکستانۍ نجلۍ ویشتلې ده چې د نجونو د حقوقو وکالت يې کاویً .

واشنګټن پوسټ لیکي ً که څه هم د پاکستان پوځ په سوات کې سيلګرۍ ته وده ورکوي او په دې لړ کې مېلې جوړه وي خو په رڼا ورځ د طالبانو لخوا پر يوه وړوکې نجلۍ بريد دا خبره څرګندوي چې طالبان اوس هم په دې سيمه کې اړی ګړی کولای شي.

ټايم مجلي د ملالې یوسفزۍ له عکس سره لاندې ليکلي دي چې دې برید په پاکستان کې د بشري حقونو حالت لا نور څرګند کړی دی.

مجله لیکي ، په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره کارکونکي له ډيرو ننګونو سره مخامخ دي.

د بريتانيا ډېلي مېل ورځپاڼې په لیکنه ، ً طالبانو څوارلس کلنه پاکستانۍ نجلۍ له دې کبله د سکول په بس کې پر سر ويشتلې ده چې هغې د نجونو د تعليم خبره کولهً.

بل برتانوۍ ورځپاڼه ً ګارډين ً ليکي چې طالبانو څوارلس کلنه مبارزه په ډزو ويشتلې ده.

د ګارډين په لیکنه ، دې پېښې د پاکستانيو طالبانو پر ضد کرکه راپورته کړې او د سخت دريځو او اورپکو پر ضد یې د ولس جذبات راپارولي دي.

نيوزويک مجلې هم پر ملاله یوسفزۍ د تر سره شوي برید په اړه په یو رپوټ کې لیکلي دي چې پر څوارلس کلنه پاکستانۍ مبارزه برید شوی دی.

د ً بي بي سي ً اردو ويب پاڼې لیکلي دي چې د ملالې اپرېشن کامیابه شوی او پر هغې د تر سره شوي برید په نړیواله کچه غندنه شوېده.

د متحده اماراتو خبري ويب پاڼې ( ( Emirates 24/7 ليکي ً د دې امکان شته چې ژوبل شوې مبارزه د درملنې لپاره دوبۍ ته ولېږل شي.

د هند ټايمز اف انډيا نومي ورځپاڼه لیکي ، ملاله يوسفزۍ په سوات کې د طالبانو په مضبوط ځای کې د امن سفيره وه.

له اسټرېلیا څخه خپرېدونکې ورځپاڼه ً اسټرېلين ټايمزً ملالې یوسفزۍ ته په اشاره سره لیکي چې طالبانو د تنکیو ځوانانو علامت په نښه کړی دی.

د دې ورځپاڼې په لیکنه ، ملاله يوسفزۍ په پاکستان کې د وسله والو پرضد د مقاومت کاوی خو اوس له خپل ژوند سره مقابله کوي.

فارن پاليسي مجلې بیا لیکلي دي چې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکې نجلۍ ویشتل شوېده.

له کنېډا څخه خپرېدونکې ً ټورنټو سټار ً نومي ورځپاڼه ليکي ً وسله والو طالبانو هغه نجلۍ ويشتلې ده چې په يولس کلنۍ کې د طالبانو پر ضد راپاڅېدلې وه .

همداسې د پاکستان د انګریزي ژبې ورځپاڼې ً ډان ً ليکلي دي چې څوارلس کلنه مبارزه په ډزو کې سخته ژوبل شوې ده.

د دې ورځپاڼې په لیکنه ، وسله والو طالبانو دهړکه ورکړېده چې که چیري ملاله ً یوسفزۍ ً ژوندۍ پاتې شوه نو دوی به بیا برید پرې کوي ً .

د پاکستان ايکسپريس ټریبون ورځپاڼې بیا خپله اداريه پر ملاله یوسفزۍ شوي برید ته ځانګړې کړې ده او ليکي چې که څه هم سوات د طالبانو په واک کې نه دی خو دې پېښې يې د موجودګۍ احساس ورکړی دی.

د پاکستان د اردو ژبې ورځپاڼه ً جنګ ً ليکي په سوات کې د امن او تعليم لپاره پر کاروکونکې ماشومه ملاله يوسفزۍ مرګونې بريد شوی دی.

بله پاکستانۍ ورځپاڼه ً نوا يې وقت ً ليکي ، په مېنګوره کې ملاله يوسفزۍ په مرګوني بريد کې سخته ژوبل شوې ده.

د ً آج ً په نامه ورځپاڼې لیکلي دي چې د پوليسو له چوکۍ سره نژدې پر ملاله ًیوسفزۍ ً بريد کوونکي لا تر اوسه پورې نه دي نيول شوي.

دا ورځپاڼه په يو بل خبر کې ليکي چې د بي بي سي په ویب پاڼه کې د ګل مکۍ په نامه پر بلاګ ليکونکې تر برید وروسته د مېنګورې په ښار کې غم خپور شو.
XS
SM
MD
LG