د لاسرسي ځای

تازه خبر

ً ډاکټران د ملالي یوسفزۍ له اپرېشنه ډاډه ديً


ملاله یوسفزۍ په روغتون کې
ملاله یوسفزۍ په روغتون کې


پراګ ، پېښور : د خیبر پښتونخوا د سوات د اوسېدونکې ملالي یوسفزۍ روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی. تېره شپه د پېښور په پوځي روغتون (سي ایم ایم ایچ ) کې د اپرېشن له لارې د هغې سر ته نژدې نښتې مرمۍ اېستل شوې ده.

په روغتون کې موجود د ملالې یوسفزۍ یو خپل احمد شاه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه له یوې تر پنځو بجو د هغې اپرېشن شوی دی او هغه ګولۍ یې له بدنه اېستل شوېده چې د سر له خوا د ملا پر لورې تللې وهً.

احمد شاه زیاته کړه چې ً د اپرېشن لپاره ورغلي ډاکټران د ملالي یوسفزۍ له اپرېشن څخه ډاډه او هیلمن ښکاريً .

د درملنې لپاره له پاکستانه کوم بل هیواد ته د وړلو په اړه احمد شاه وویل چې ً ډاکټران یې د روغتیايي حالت جاج اخلي او له هغه وروسته به په دې اړه پرېکړه کويً.

پر ملاله د وسله والو طالبانو برید

پر ننګیالې ملاله یوسفزۍ د سېشنبې په ورځ د سوات په مېنګوره کې هغه وخت وسله والو طالبانو برید وکړ چې دا له خپلو نورو همځولو سره په یو ګاړي کې له سکوله کور ته روانه وه.

وسله والو لومړۍ په ګاړي کې له ناستو انجونو د ملالې یوسفزۍ پوښتنه وکړه چې کله هغوی ورته دا ملاله دی نو سمدستي یې ډزې ورباندې وکړې او له برید وروسته د پېښې له ځایه وتښتېدل.

ملاله یوسفزۍ او د هغې دوه ملګرې دواړه په ټپي حالت کې د سېدو شریف روغتون ته یوړل شوې او له هغه ځایه د پاکستان د وزیراعظم راجا پروېز اشرف په لارښوونه ملاله یوسفزۍ په هیلي کاپټر کې د پېښور پوځي روغتون ته یوړل شوه.

د ملالې یوسفزۍ درملنه

پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري ویلي دي چې د ملالې یوسفزۍ د علاج لپاره به ټول انتظامات د پاکستان حکومت کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ویلي دي چې په بل هیواد کې د علاج لپاره یې د ملالې یوسفزۍ د وړلو په خاطر یې د ځانګړې الوتکې بندوبست کړی دی.

ډاکترانو ویلي وو کېدای شي چې د ملالې یوسفزۍ د ژوند د ژغورلو لپاره یې د ښې درملنې په موخه کوم بل هیواد ته ولېږي.

پر ملاله یوسفزۍ د برید پړه

پر ملاله یوسفزۍ د شوي مرګوني برید پړه تحریک طالبان پاکستان پر غاړه واخیسته. د وسله والو طالبانو ویاند احسان الله احسان خبري رسنیو ته وویل چې پر ملاله یوسفزۍ یې ځکه برید کړی دی چې د هغوی په وینا ًدې د سیکولرزم خپرولو لپاره کار کاوی ً.

د دې غندنه (پاکستان)

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ، د دې ملک وزیراعظم راجا پروېز اشرف ، د خیبر پښتونخوا حکومتي غړو ، د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني او د ملک د زیاتره ګوندونو مشرانو پر ملاله یوسفزۍ تر سره شوی مرګونی برید غندلی دی.

د دې غندنه (نړیوال)

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پر ملاله یوسفزۍ برید غندلی او دا یې د هغه چا کار بللی دی چې د هغه په وینا د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته بې ګناه او پوهه خلک وژني.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکټوریه نولېنډ پر ملاله یوسفزۍ تر سره شوی مرګونی برید یو بزدلانه او وحشتناک عمل بللی دی.

په جنګي سيمو کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ليلی زروګويې هم په سختو ټکو کې پر ملاله یوسفزۍ پرونی بريد غندلی دی.

د بخښنې د نړيوال سازمان یا ايمنسټي انټرنيشنل د پاکستان لپاره څېړونکي مصطفی قادری ويلي هم پر ملاله یوسفزۍ د برید غندنه کړېده او ویلي یې دي چې له طالبانو د سیمې د واک اخیستل د پوځي عملیاتو د بریالیتوب په مانا نه دي.

ملاله یوسفزۍ

څوارلس کلنه ملاله یوسفزۍ د خیبر پښتونخوا د سوات د مېنګورې اوسېدونکې ده او له هغه وروسته یې په نړیواله کچه شهرت ترلاسه کړ چې د (بي بي سي ) پر ویب پاڼه به یې په سوات کې د وسله والو طالبانو د واک پر وخت لیکنې کولې.

ملالي یوسفزۍ د پاکستان په کچه د امن اېوارډ اخیستی دی او هم داسې د امن یوې نړیوالې اجایزې ته نومول شوې وه.
XS
SM
MD
LG