د لاسرسي ځای

په خپلو خبرو کې هوښیاره او تکړه ملالۍ ولې طالبانو په نښه کړه، ځکه چې هغې د خپل او خپلې ټولنې لپاره غږ پورته کړی وو، دا خو دا سې ده لکه چې زورور به یوازې حق لري.

ما اوریدلي هغه دښمن ډیر کمزوری وي، چې په ښځو او ماشومانو حمله کوي، دومره کمزوری چې ته فکر وکړه، په یوې ماشومې د حملې وړاندې به یي څو څو وارې سوچ او فکر کړی وي، او څونه ځل به یي د شپې د ویده کیدو وړاندې د ځان سره په خیال کې منصوبه جوړه کړي وي.

چې زه (طالب) چې خلک مې د نوم نه هم یریږي، په اوچتو کرسیو ډیر ناست کسان زما د کار غندنه نشي کولی، وسله ټوپک هر څه له ما سره دي، چرته چې وغواړم وار کولی شم، د نړۍ لویي طاقتونه مې نشي ختمولی، دشپې د یوې ماشومې د وژنې منصوبه جوړوي، یعنې په بله معنه کې د پنځلسو کالو یوه جینۍ د ځان لپاره د ډرون حملې لویي خطر ګڼي. بیا پسې سوات ته ځي، هلته یي مالومات او پښتنې کوي، چې هغه ملالۍ هغه تکړه نجلۍ پکې کومه یوه ده، چې ویې ولم، او له دغې ډیر وروستو بیا وايي ، چې دا کار مه وکړ، خو ملاله هم بیا ملاله ده، تاریخ لري، پیژندنه لري ، پوهه لري ،او وايي

ما درته څو څو ځلې ویلي
نه دې منم نه دې منم نه به منم

ملاله که په افغانستان کې وه، او که په خیبر پښتونخوا کې ده، په دې له پخوا پوهه ده، چې دا څه وايي دا رښتیا وایي، بیا بیا یي وايي هغه خو معصومه ده، د تصویر یو اړخ ته ګوري، پاک او صفا لکه د هغې د رڼو سترګو په رنګ. او ځکه یي غوښتل، خپل غږ د غرونو نه تر شهرونو پورې ورسوي. لکه اجمل خټک وايي،

زما دا خله د ماتیدو ده
خو ستا کاسه هم نسکوریږي واوره

ملالې بد امني او جنګ ولید ، خو په دې باوري وه، چې یوې ماشومې ته به څوک څه نه وايي، هغه نه وه خبر چې دښمن ظالم دی، په سپین ږیرې او ماشوم ندی، د هغه کار یوازې غږ بندول دي، د پښتون د کور ډیوه مړه کول دي، او زما کار د امن چغه خورول.

دا زما د امن چغه
ستالپاره اسرافیل
دا زما قلم دوات به
ستا ټوپک بارود بارود کړي

پرخه
XS
SM
MD
LG