د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملالې د ویشتو پړه طالبانو ومنله



ناقانونه تحریک طالبان پاکستان رسنیو ته ویلي چې د سولې سفیره ملاله یوسفزۍ د دوی وسله والو ویشتلې ده.

د دوی یوه ویاند ویلي چې ملالې یوسفزۍ د دوی پر ضد په څرګنده خبرې کولې نو ځکه یې وویشتله.

ملالې ته تر دې وړاندې هم اورپکو طالبانو په بیا بیا د مرګ دړکې ورکړې وې.

ملاله یوسفزۍ نن (نهې په ورځ) د سوات په مېنګوره کې د خپل ښوونځي مخې ته په ګاړي کې سوره وه چې دوو وسله والو طالبانو پرې ډزې وکړې او له خپلو دووهمځولو سره یو ځای یې په ډزو وویشتله.

ملاله د ټپي کېدو وروسته په خصوصي هېلي کوپټرکې د درملنې لباره د پېښور پوځي روغتون ته یووړل شوه.

د هغې په سر کې ګولۍ لګېدلې ده. د دې تره احمدشاه له مشال راډيو په خبرو کې وویل چې دوی اوس ملاله سي اېم اېچ ته رارسولې ده او دا وخت د اپرېشن لپاره یې لومړني ټېسټونه ترسره کېږي. دی زیاتوي که څه هم په سي ټي سکېن کې د ملالې مغزو ته زیان نه دی رسېدلی خو د ډاکټرانو وروستي رپوټ ته په انتظار یو چې هغوی څه راته وايي. ملاله دا وخت بې هوشه ده.




XS
SM
MD
LG