د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امن مبارزه ملاله په برید کې سخته ټپي ده


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ

د سوات ملاله یوسفزۍ چې د ماشومانو نړیوالې جایزې ته نومول شوې او د پاکستان د حکومت له خوا ورته د ملاله یوسفزۍ په نامه د امن اېوارډ اخیستونکې نن په سوات کې د وسله والو په یوه برید کې ډېره سخته ژوبله شوېده. له دې سره د هغې د سکول درې نورې انجونه هم ژوبلې دي.

په سوات کې یو خبریال عیسی خانخېل له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې ملاله له خپله سکول ته کور ته له تلو سره سم چې څنګه په ګاړي کې سوره شوه، نو ویل کېږي دغه وخت یو کس راغلی او له ډرایوره یې تپوس وکړ چې په دغه انجونو کې ملاله یوسفزۍ کومه یوه، نو ډرایور ورته انکار وکړ چې دلته ملاله نشته په سکول کې یې تپوس وکړه. نو هغه سمدستي ډزې وکړې چې په کې ملاله پر سر ولګېدله، او د هغې د سکول یوه بله انجلۍ شازیه په لاس لګېدلې ده. او برید ګر په تېښته بریالی شوی دی.

ملاله یوسفزۍ د سیدو روغتون ته وړل شوې، ویل کېږي هغه ډېره سخته ژوبله ده. خو په رسنیو کې د ډاکټرانو له خولې ویل کېږي چې د هغې روغتیا له خطره بهر ده.

په کومه سیمه کې چې د ملالې خوشال پیبلیک سکول دی، هلته د ډي سي او دفتر، او سرکټ هاوس دی چې په کې د پاکستان پوځ په لږ واټن کې هلته دېره دي.

ملاله یوسفزۍ له هغې وروسته په نړیواله او قامي کچه شهرت وموندلو چې کله په سوات کې اورپکو طالبانو د سکولونو ورانولو لړۍ روانه کړه او په تېره د انجونو په زدکړو یې بندیز ولګاوه نو ملالې د تعلیم ضد دغه کړنو پر خلاف په واړه عمر قلم ته لاس کړ او تر خپله وسه یې په هر ځای کې خپل غږ پورته کړ.

ملالۍ د ۲۰۰۹ م کال په اوږدو کې د ګل مکۍ په نامه د بي بي سي اردو پر ویباڼې په سوات کې د هرې ورځې پېښې لیکلې او هلته به یې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ پر نښتو تبصرې کولې چې څنګه د ښکلو سردرو د وطن اوسېدونکي سواتیان تر ظلمه او وحشته لاندې ژوند تېروي.

ملالې یوسفزۍ ته په بیا بیا وسله والو طالبانو د مرګ دړکې ورکړې وې.

XS
SM
MD
LG