د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان و پاکستان به ژر پر ستراتیژیک تړون وغږېږي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول او له خپل پاکستاني سیال حنا رباني کر سره روغبړ کوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول او له خپل پاکستاني سیال حنا رباني کر سره روغبړ کوي



د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي؛ چې د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول به ډیر ژر پاکستان ته سفر وکړي.

د دغه وزارت یوه ویاند فرامرز تمنا د اتوار په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې زلمی رسول به په دې سفر کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان او پاکستان د همکاریو په ستراتیژیک سند لومړنۍ خبرې وکړي.

"ډیر ژر به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول پاکستان ته یو سفر ولري، په دې سفر کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتيژیکو همکاریو په مقدمو خبرې وشي.

دواړه هیوادونه به په دې برخه کې کاري کمیټې وګماري؛ ترڅو دوه اړخیزې همکارۍ په دقیقه توګه وڅیړل شي."

له پاکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو د سند پریکړه څه باندې لس ورځې مخکې په نیویارک کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا په درې اړخیزه غونډه کې وشوه.

که څه هم افغان ولسمشر له پاکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو د سند لاسلیکیدل په ځینو شرایطو پورې تړلي وبلل؛ خو چارواکي وایي، چې ډیر ژر به د بهرنیو چارو وزیر د دغه سند د لومړنیو خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

افغان ولسشمر حامد کرزي تیره پنجشنبه په یوه خبري کانفرانس کې وویل؛ چې دغه سند به هغه وخت له پاکستان سره لاسلیکیږي چې پاکستان د ترهګرو پټن ځایونه له منځه یوسي او افغانستان ته باید د ترهګرو رالیږل بند شي.

بل خوا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي؛ چې په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي همکاریو د سند په اړه هم رسمي خبرې پیل شي:

"په نږدې راتلونکې کې به پر دغه سند کار پیل شي، له امریکا سره د امنیتي همکاریو په سند کې د افغان ځواکونو په سمبالښت، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په پوځي اډو، له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکایي ځواکونو په شمیر او په هغو مرستو خبرې کیږي چې امریکا یې له افغان ځواکونو سره کوي."

افغان حکومت څه باندې پنځه میاشتې مخکې له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ.

له امریکا سره د امنیتي همکاریو په سند کې مهمه خبره په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکایي ځواکونو شمیر او د دغو ځواکونو د پوځي اډو موجودیت دی.

اسدالله لودین - کابل

XS
SM
MD
LG