د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پوځ او طالبانو پټه خوله د کامیابه جلسو شرط دی"




اسرار عالم مومند مشال راډيو

پراګ:- په پاکستان کې انتخاباتي کمپېن شورو شوی او بېلا بېل ګوندونه خپل لاريونونه باسي خو ځینې کیڼ اړخي سياسي ګوندونه دا دريځ لري چې ښي لاسې ګوندونه د پوځ او طالبانو ضد خبرې نه کوي نو ځکه د هغوی لاریونونه هم کامياب وي او له بمي چاودنو او وسله والو بريدونو خوندي وي.

همداراز د عوامي نشنل ګوند د قامي اسمبلۍ غړې بشرا ګوهر وايي، چې په انتخاباتي کمپېن کې د دوی لپاره تر ټولو لوی چېلنج د امنيت ستونزه ده د نوموړې په خبره، د ګوند هر يو غړۍ یې د تره ګرو په لسټ کې دی:

(تره ګرو او اورپکو ډلو د عوامي نېشنل ګوند د سر ټول غړي په خپل هدفي لسټ کې شامل کړي دي او دغه لسټونه يې جاري کړي هم دي نو د عوامي نشنل ګوند لپاره به ډيره ګرانه وي چې په خلاصه پښه انتخابي کمپین ترسره کړي. تر دې دمه اورپکو د عوامي نشنل ګوند په يوشمېر کارکونکو بريدونه کړي او هغوی يې شهيدان کړي دي)

بشرا ګوهر وايي په پاکستان کې چې څوک بدلون راوستل غواړي او د پخواني پوځي ډیکټېټر ضياءالحق د عملي کړې پالیسۍ بدلولو هڅه کوي نو د دغه بدلون راوستونکو خلاف ښي لاسې ګوندونه پروپېګنډه کوي ، تر دی پوری چې جماعتونه هم د دې مقصد لپاره کارول کيږي . همداراز څرګندونې د پيپلز ګوند غړي اخونزاده چټان هم کوي او وايي په پاکستان کې چې کوم سياسي ګوندونه د پوځ او وسله والو طالبانو خلاف خبرې نه کوي نو د هغوي د ګوند کارکونکو ژوند خوندي وي او سياسي کمپېن يې هم مخ په وړاندې ځي.


( په موجوده حالاتو کې څلور فريقین دي، د پاکستان حکومت ، پاکستان پوځ ، امريکا او وسله وال طالبان ، کوم سياسي ګوندونه چې د حکومت او امريکا مخالفت کوي او د پوځ او طالب خلاف خبرې نه کوي، نو هغوی خوندي وي، دا سياسي ګوندونه د ډرون بريدونو خلاف خبرې کوي خو د بمي چاودنو او خودکش حملو خلاف خبرې نه کوي ، دا سياسي ګوندونه د خپلو ګټو لپاره د ولس له جزباتو سره لوبې کوي ، ولس د خپلو ګټو لپاره کار وي )

د عوامي نېشنل ګوند او د پاکستان پیپلز پارټۍ له خوا د لګول شویو تورونو په اړه د تحريک انصاف د خېبرپښتونخوا مشر اسد قېصر وايي، چې هغوی د وسله والو طالبانو او پوځ په ګډون د پاکستان ټول خلک په اعتماد کې اخیستي دي نو ځکه یې پر لاريونو حملې نه کيږي.

د عوامي نېشنل ګوند غړی بشرا ګوهر وايي که څه هم دوی په روان انتخاباتي کمپېن کې له يو شمېر چېلنجونو سره مخامخ دي خو بيا هم دوی د خپل ولس له خدمته نه پرشا کېږي.

بشرا ګوهر زیاتوي، له ډيرې مودې راهسې سخت دريزه سياسي او مذهبي ګوندونه د خپلو ګټو لپاره د ولس له جزباتو سره لوبې کوي خو د دې په خبره اوس ولس بېدار شوی دی او په دا قسمه خبرو نه غولېږي او په رراوانو انتخاباتو کې به ګټه هم د د کیڼ اړخو ګوندونو وي.

XS
SM
MD
LG