د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې چاودنې یو ماشوم وژلی ۱۵ ژوبل



نن غرمه د ګل په ورځ د بلوچستان په مرکز کوټه کې له یوې بمي چاودنې یو ماشوم وژل شوی او تر پنځلس پورې نور کسان ژوبل دي.

پولیس وايي، دا یو ریموټ کنټرول چاودنه وه چې د ښار پر ډبل سړک د یوه موټر څنګ ته شوې. د دوی په خبره کېدای شي د برید موخه د پولیس سرتېرو په نښه کول وو.

د کوټې لوی روغتون یو ډاکټر جعفر له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې دوی ته د درې تنه پولیس سرتېرو او د درو کوچنیانو په ګډون ټول ۱۶ تنه ټپیان وروړل شوي چې په کې یو ډېر سخت ژوبل دی. او نور ډېری کسان سرسري ټپونه لري.

یو ټپي ماشوم او د پېښې عیني شاهد،جلال الدین مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال ووېل٫٫زه هلته روان وم چې ناڅاپه چاودنه وشوه.په ځان نه شوم پوه. دومره پوه شوم چې دا لاس ګواکې چا په زوره را څخه پرې کړی وي اوس دلته روغتون کې په ځان خبر شوم چې په لاس کې ټپي شوی یم.٬٬

پولیس وايي پلټنه یې پیل کړې چې برید به چا کړی وي، خو د دوی په خبره نه هم لا تر اوسه چا د برید پړه پر غاړه اخیستې او نه هم دوی ته جوتېږي چې د برید اصل هدف به څوک وي خو دوی اندازه لګوي چې کېدای شي د چاودنې هدف د پولیس سرتېري ول.

په کوټه کې دغه وروستۍ چاودنه پر داسې مهال کېږي چې د پاکستان سپریم کورټ مشر قاضي( چیف جسټس) نن په دوشنبه یو ځل بیا د بلوچستان پر امنیتي ستونزو د درې کسیزه قاضیانو په مشرۍ د کېس اورېدنه پیل کړې ده.

XS
SM
MD
LG